پاکستانمهم خبرونه

جنوبي افريقا، دايسټسر دستورې ته له روان بس دپل نه لاندې پريوتو،45مړۀ

پېښور( ميډيا رپورټ)

 دجنوبي افريقې شمالي صوبې ليمپوپو کښې دمسافرو يو بس  دپل نه لاندې پريوتے دے چې پکښې اور لګيدلے دے اؤ له امله ئې 45 کسان وژل شويدي

 دنړيوالې ميډيا رپورټونو ترمخه  دايسټر دستروې ته له روان دزائرينو يو بس  دبوټسوانا نه لمپوپو يوې علاقې موريا مذهبي مقام ته روان وو  او  په مماتلاکالا کښې دحادثې ښکار شوے دے.

 دجنوبي افريقې دټرانسپورټ محکمې له لوري جاري کړے شوي بيان ترمخه  دمسافرو بس  دتيزرفتارۍ په سبب دډرائيور نه بې قابو شوے اؤ دبيريئرز په ماتولو سره دپل نه لاندې پريوتے، په زمکه دراپريوتو سره سم په بس کښې اور لګيدلے  اؤ سختو ژوبل شوو مسافرو ته دبس نه دراوتلو موقعه نۀ ده ترلاسه شوې،45 مسافر سوزيدلي اؤ مړۀ شويدي، په دې حادثه کښې صرف يو اتن کلن ماشوم ژوندے بچ شوے چې دعلاج لپاره هسپتال ته وړل شوے دے.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button