پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دبلوچستان سيلاب ځپلو سيمو کې دهيضې وبا خوره شوه،10 کسان مړه

 دبلوچستان ژوب او خضدار  سيمو کې  دتيرې اوونۍ په مهال دسيلاب څخه اغيزمنو سيمو کې دهيضې وبا  خوريدو له امله دښځو او ماشومانو په ګډون لږ ترلږه 10 کسان مړه شويدي.

 دډان ورځپاڼې  دراپور له مخې  دروغتيا نړيوالې ادارې  چارواکو دخطرې خبردارى ورکړى او ويلي يې دي چې  دبلوچستان په 16ؤ ضلعو کې  دسختې هيضې وبا خوره شوې ده.

 دډبليو ايچ او له مخې په صوبه کې ددې ناروغۍ له امله يو زر 300ؤ څخه زيات کسان اغيزمن شويدي او ژوب ضلع کې  دترو لسو ورځو په مهال 7 کسان مړه شويدي.

په عين حال کې  دصحت دمحکمې چرواکو ويلي دخضدار ضلعي روغتون کې  دهيضې دمريضانو په شميره کې اضافه کيږي چرته چې دنزدې کليو څخه خلک راروان دي.

دډاکټر سيف الرحمان له مخې دتيرو څو ورځو په مهال له 100ؤ څخه زيات ناروضان روغتون  کې داخل کړى شويدي.

 دژوب ضلعي روغتون دميډيکل سپرنټډنټ ډاکټر نورالحق له مخې په ژوبه کې هم وضعيت مختلف نه دى چرته چې  دهيضې له امله 7ؤ مريضانو خپل ژوند دلاسه ورکړيدى.

 دروغتيا دصوبايي وزير سيد احسان شاه  ددغه وبا نوټس اخستى او دصحت چارواکو ته يې امر کړيدى چې مريضانو ته دعلاج اسانتياوؤ ورکولو لپاره هرممکن اقدامات وکړي

 دصوبايي وزير په وينا دهيضې وبا مخنيوي لپاره  خصوصي طبي ټيمونه  اغيزمنو سيمو ته ليږلى شي.

بل اړخ ته دسندهـ سرښار کراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې دزول او پړق پړوق سره باران وريدلى  چرته چې دکرنټ لګيدو او نورو پېښو له امله اووه کسان مړه شويدي او دباران له امله دټريفک رواني هم اغيزمنه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button