پاکستانمهم خبرونه

پېښور کې دجومات سره نزدې دبلې ماشومې مړى ترلاسه شوى،دوزيراعلي نوټس

 دپېښور صدر سيمه کې ديو جومات سره نزدې  ديوې اته کلنې ماشومې مړى ترلاسه شويدى.

دا په داسې حال کې ده چې هم دروانې مياشتې په پيل کې  دپېښور صدر ريلوى کالونۍ کې  ديو خالي پلاټ څخه ديوې ماشومې مړى ترلاسه شوى و، دغه ماشومه دڅو قدمو په فاصله کالونۍ کې موجود دوکان څخه دسودا اخستو لپاره تللې وه خو وروستو يې  مړى ترلاسه شوى په کوم چې مقامي خلکو احتجاج هم کړى و.

 دچارواکو وينا ده تيره شپه   دماشومې ترلاسه شوى مړى  خېبر ميډيکل کالج ته  دپوسټ مارټم لپاره وړل شويدى  چې له دې وروستو به معلومه شي چې ايا له وژل کيدو وروستو ماشومه له څه رقم زياتي سره مخ شوې که نه؟

  دماشومې  پلار پوليسو ته ويلي چې  دهغه لور  په دوکان کې خپل نيکه له دغرمې ډوډۍ وړې وه  خو بيرته کورته واپس رانغله.

 هغه ويلي دي چې  وروستو يې  دخپلو رشته دارو په کورونو او مارکيټ  کې دماشومې لټون پيل کړو خو هغه يې ونه مونده.

وروستو  هغوي ته اطلاع ترلاسه شوه چې  دهغې مړي ديو جومات سره نزدې دکاليبري  مندر مخې ته  پروت و.

 دماشومې پلار ويلي چې  دهغې ساه خفه کړى شوې او په بدن يې دتشدد نخښې هم دي.

 دپوليسو وينا ده چې  دپېښې پلټنې يې پيل کړي، دې لړ کې دټولو اړخونو جاج اخلي، په خواوشا کې  دلګيدلو سي سي ټي وي کيمرو فوټيج ترلاسه کولو ترڅنګ دجيوفينسنګ پريکړه هم شوې ده.

بل اړخ ته دخېبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان  دپېښور په صدر سيمه کې دماشومې دوژنې دپېښې  نوټس اخستى دى او پوليس چارواکو ته يې په چټکتيا سره دپلټنو بشپړولو په ترڅ کې دراپور وړاندې کولو امر کړيدى.

 وزيراعلي محمودخان  ويلي دي چې   دقاتلانو نيولو لپاره دې ټولې ممکنې سرچينې او وسايل پکار راوستل شي او زياته کړې يې ده چې په دې انسانيت سوزه پېښه کې ککړ قاتل دانسان بللو جوګه نه دى.

 وزيراعلي ويلي دي چې  قاتل  به په يو صورت کې هم له قانون څخه بچ نه شي او هغه به خپل انجام ته رسولى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button