پاکستانسیاستمهم خبرونهنړۍ

امريکا وايي د عمران خان سازشي دعوه ډيره پريشانه کوونکې ده

پاکستان سره يوځل بيا دمضبوطې ملګرتيا  جوړولو په اړه دواشنګټن  دخواهش څرګندولو په ترڅ کې دامريکا دخارجه محکمې يو چارواکي ويلي  دپخواني وزيراعظم عمران خان سازشي دعوه ډيره پريشانه کوونکې ده.

پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف مشر عمران خان  په امريکا تور پورې کړى چې  دهغه دحکومت په ضد دبې باورۍ په تحريک راوړلو کې يې لاس دى او دهغه دحکومت درانسکورولو لپاره يې په پاکستان کې مخالفو ګوندونو ته پېسې ورکړي، خومخالف ګوندونه او امريکا په بيا بيا دپخواني وزيراعظم دغه تورونه رد کړيدي.

دډان ورځپاڼې ديو راپور له مخې  اټلانټک، نيوجرسي کې د  پاکستاني طبيبانو يو کنونشن ته په وينا کې دپاکستان ډيسک ډايريکټر نيل ډبليو هاپ دپاکستان او امريکا اړيکې  دپاکستان او امريکا ترمينځ اړيکې ديوې داسې ملګرتيا په توګه بيان  کړې” دکومې پرته چې مونږ هيڅ نه شو کولى “

هغه وويل  مونږ ته دنړيوالو معاملو دهواري لپاره دپاکستان سره په ګډه کار کول دي، دا يوه ملګرتيا ده چې زمونږ لپاره ضروري ده.

نيل ډبليو هاپ وويل يو پاکستاني پلاوى به په 25 جولايي ددواړو هيوادونو ترمينځ دروغتيا په اړه تراوسه ترټولو دلويې مذاکراتو لپاره دواشنګټن دوره کوي.

دپاکستان سفير مسعودخان وويل  دامريکې او پاکستان اړيکې دوړاندې څخه پياوړې شويدي او  په نزدې راتلونکي کې دلا ښهکيدو لپاره چمتو دي.

 خو په امريکا کې دپاکستان پخواني سفير جليل عباس جيلاني منلې چې اړيکې ديو مشکل دور څخه تيريږي او هغه دملګرتيا په لاره داچولو لپاره  دلوړې کچې  دمذاکراتو  دپځايې کولو مشوره ورکړې ده.

مسعودخان  امريکايي سرمايه کارانو ته ورپه ياده کړې ده چې په پاکستان کې يو لويې او متحرک  دمينځ ومانې طبقه ده  او دسرمايه کارۍ غوره موقعې  ورکوي، هغه ددواړو هيوادونو ترمينځ دقوي تجارتي اړيکو وړانديز وکړو.

 دپخواني وزيراعظم عمران خان دپاکستان په ملکي سياست کې دمبېنه امريکايي مداخلې ددعوې په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې  نيل هاپ وويل دغه پريشانه کوونکې ده، په دې الزامونو کې بيخي صداقت نشته.

 هغه وويل مونږ په پاکستان کې د يو قوي، جمهوري نظام ملاتړ کوو، مونږ ددوي په ملکي سياست کې هيڅ خوښي نه لرو.

 جليل عباس جيلاني وويل  دغه ټوله پېښه ډيره افسوسناکه وه، هغه وويل  په دغه مبېنه سازش کې  ککړ امريکايي  چارواکي ډونلډ لو سره دهغه شخصي اړيکې دي، هغه دپاکستان لپاره مثبت جذبات لري  او هررقم سازش کې ککړتيا ردوي.

نيل هاپ هم ډونلډ لو يو بشپړ پېشه ور  وګرځولو او وې ويل هغه دغه رقم بيانونه نه شي ورکولى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button