مهم خبرونهنړۍ

دامريکا دسودسودا اخستومال کې دوسله وال تن په ډزو درې کسان وژل شويدي

 دامريکا دانډيايا ښار پوليسو وينا ده  دګرين ووډ  دسودسودا اخستو  ديو مال  څخه بهر  يو وسله وال تن ډزې کړيدي چې له امله يې درې کسان وژل شويدي.

 دنړيوالې خبري ادارې رايټرز له مخې دانډيا پوليسو ويلي په ګرين ووډ پارک کې  دماښامې رامينځته شوې دغه دډزو پېښه کې  دوه کسان ژوبل شوي هم دي.

دپوليسو مشر جم ايسن خبريالانو ته ويلي  ددې ورځې اصل  اتل فوډ کورټ کې موجود  هاغه ولسي وګړى دى دچا سره چې  په قانوني ډول آتشينه وسله وه او هغه په ډزو سره  دبريدکوونکي مخه نيولې  او هغه يې وژلى دى.

 هغه په بريدکوونکي دډزو کوونکي وسله وال لاروي په اړه وويل هغه يو 22 کلن تن و، بريدکوونکى يواځې و او دهغه سره يو ټوپک او دکارتوسو ګڼ ميګزينونه وؤ.

پوليسو دوژل شوي وسله وال تن يا لاروي نوم نه  دى جاري کړى، دګولو چليدو په غږ دوکانداران او يا دمال ملازمان خواره واره شوي او يا پټ شويدي

په امريکا ښوونځيو، دکار ځايونو او په ولسي مقاماتو دډزو په لويه پيمانه درامينځته کيدوپېښو کې په دې وروستيو کې اضافه راغلې ده.

 دمئ په مياشت کې دنيويارک يو  دسودسودا اخستو دوکان، دټيکساس يو ايلمنټري ښوونځي او الينوايى  دازادۍ پريډ کې   وسله والو وژنو  دټوپک دلارې دبريدونو مخنيوي لپاره دضوابطو جوړولو په اړه په امريکا کې بحث  پيل کړيدى.

  له دې وړاندې دشکاګو خواوشا سيمو کې په 4مه جولايي  دترسره شوي پريډ په موقعه يو تن ډزې کړې وې او 7 کسان يې وژلي او لږ ترلږه درې درځنه يې ژوبل کړي وؤ.

له هغې څخه دمخه دمئ مياشت کې هم دډزو دوه پېښې رامينځته شوې وې، دنيويارک يو سپر مارکيټ کې لس تور پوستي په ډزو وژل شوي وو او دټيکسس يو سکول کې 19 ماشومان او دوه استاذان په ډزو وژل شوي وؤ.

دامريکا داستازو د ايوان دعدليې کميټي به روانه اوونۍ کې وړانديز شوې قانون سازي کوي  چې ورسره به په وسلو بنديز لګي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button