پاکستانمهم خبرونهنړۍ

بلوچستان : دپوځي افسر وروستو دهغه درشته دار مړى هم موندل شوى،ايي ايس پي ار

 دبلوچستان دزيارت سيمې څخه له تښتول کيدو وروستو دوژل شوي پوځي افسر ليفټننټ  کرنل لايق مرزا سره دتښتول شوي  هغه درشته دار عمر جاويد مړى ترلاسه شويدى.

 دپاکستان پوځ دعامه اړيکو څانګې(ايي ايس پي ار)  په يو بيان کې ويلي دي عمر جاويد دپوځي افسر سره څلور  ورځې دمخه دزيارت څخه تښتول شوى و، دچا مړى چې دزيارت علاقې وارچوم کې  دامنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال ترلاسه شويدى.

 دپوځ دبيان له مخې  دعمرجاويد مړى دوارچوم څخه خواوشا 5 کلو ميټره لرې  دغرونو لوري ته له يوې نالې څخه ترلاسه شويدى او ګمان دى چې هغه له تښتول کيدو وروستو وژل شوى و.

 امنيتي ځواکونو دليفټننټ کرنل لايق مرزا او عمر جويد  دوژونکو په ضد دعملياتو په مهال دترهه ګرو يوه ځاله په ګوته کړې او هغه يې له ترهه ګرو پاکه کړې ده.

دايي ايس پي ار له مخې دډزو په تبادله کې دوه ترهه ګر وژل شوي چې له قبضې څخه يې وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شويدي

ددې ترڅنګ ويل شويدي چې  دترهه ګرو دځالې له پاکولو وروستو ټوله صفا پاکه کړى شوې  چې په دغه مهال دعمر جاويد مړى ترلاسه شويدى

 دزيارت په ورځ  دنيمې شپې وروستو دزيارت سيمې  سره نزدې په غرونو کې دترهه ګرو دځالې په ضد عملياتو کوونکو ځواکونو دنورو دريوو څخه څلورو ترهه ګرو په ضد په سيمه کې عمليات دوامداره ساتلي وؤ کوم چې تردې مهاله په تېښته دي.

 په ډاګه دې وي چې ليفټننټ کرنل لايق بيګ مرزا دنهې په شپه دزيارت سيمې وارچوم څخه دهغه درشته دار عمر جاويد سره يوځايې هاغه مهال تښتول شوى چې هغه دخپلې کورنۍ سره له کويټې څخه راستنيدو.

 په ډي ايچ  اى کوټه کې  خدمات ترسره کوونکى ليفټننټ کرنل مرزا په زيارت کې دقايداعظم  دکور دورې لپاره تللى و، ددغه ځايې څخه په واپسۍ د10ؤ څخه تر12ؤ وسله والو دهغوي دګاډي مخه نيولې وه او دواړه يې تښتولي وؤ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button