پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دکراچۍ په هوايي اډه يوې بلې هندي الوتکې هم بيړنۍ ناسته وکړه

 دهند ايرلاين انډيګو الوتکې دکراچۍ په هوايي اډه هنګامي ناسته کړې ده، دڅو ورځو په مهال  دغه دهندي مسافرو دوهمه  الوتکه ده چې دکراچۍ په هوايي اډه يې بيړنۍ ناسته کړې ده.

 دډان نيوز دراپور له مخې  دسول ايوي ايشن اتهارټۍ( سي اى اى اى) دسرچينو له مخې د انډيګو ايرلاين دپرواز الوتکه ايربيس 320 دشارجه څخه حيدراباد دکن ته روانه وه، پرواز اي  6-1406  الوتکې دشارجه څخه حيدراباد دکن ته دتللو په مهال  دبحيره عرب  دفضايي حدودو ترمينځ دبيړنۍ ناستې غږ کړى و.

دسي اى اى سرچينو له مخې  دهندي انډيګوايرلاين په الوتکه کې دټيکنيکل خرابۍ پيدا کيدو له امله کپتان دکراچۍ ايرټريفک کنټرول روم څخه دبيړنۍ ناستې  کولو اجازت غوښتى و.

سرچينو وويل  دهندي ايرانډيګو الوتکې کپتان الوتکه په حفاظت سره په ځمکه راکوزه کړه، په دغه الوتکه کې 180 مسافر سواره وؤ کوم چې دکراچۍ ايرپورټ ټرانزټ لاونچ ته بوتلل شول ، چرته چې دانډيګو ايرلاين په مسافرو ناشته هم شوې ده.

 دسرچينو وينا ده چې  هندي ايرلاين انتظاميې سي اى اى خبر  کړې ده چې  دماذيګر درې بجو پورې  به دمتبادلې الوتکې دلارې مسافر دهند ښار حيدراباد دکن ته وړل کيږي.

 دسول ايوي ايشن وياند سيف الله خان  وينا ده هندي ايرلاين انډيګو اى 320 دحيدراباد څخه شارجه  ته دزيات سفر کولو په ترڅ کې دټيکنيکل وجوهاتو په اساس دکراچۍ لوري ته تاو شوى، دالوتکې په دوهم نمبر دنجن کې تکنيکي خرابي وه.

 دسول ايوي ايشن اتهارټۍ دوياند له مخې الوتکې داى ټي سي څخه  داجازت اخستو وروستو څوارلس منټه دپاڅه په دوه بجې  په جناح انټرنيشنل ايرپروټ په حفاظت سره راکوزه شوې ده، دضروري کارروايۍ وروستو دجهاز 186 مسافر دپايلټ له اجازې وروستو ټرانزټ لاونچ کې کښينول شويدي.

 دسيف الله خان په وينا  متبادل جهاز به دمسافرو وړلو لاپره احمد اباد څخه کراچۍ لپاره روانيږي.

 اخوا دهندي ايرلاين انډيګو له لوري جاري شوي بيان کې ويل شويدي چې دانډيګو  يو پرواز چې دشارجه څخه حيدراباد ته روان و، مخ يې دکراچۍ لوري ته تاو کړى شوى و.

 بيان کې ويل شويدي چې دپرواز پايلټ په الوتکه کې ټيکنيکل خرابي ليدلې وه، په دغه مهال  ضروري طريقه کار خپل کړى شو او داحتياط په توګه دالوتکې مخ دکراچۍ اړخ ته تاو کړى شو.

 دکمپنۍ وينا ده دمسافرو حيدراباد ته راوړلو لاپره اضافي پرواز کراچۍ ته روانولى شي  او دراکوزې کړى شوې الوتکې دا مهال دکراچۍ په هوايي اډه معاينه کولى شي.

 په ډاګه دې وي چې  په روانه مياشت کې دغه دوهمه الوتکه ده چې په کراچۍ کې يې بيړنۍ ناسته کړې ده.

 له دې وړاندې په 5مه جولايي له ډيلي څخه دوبۍ ته روان هندي الوتکې  دفني خرابۍ له امله په کراچۍ کې بيړنۍ ناسته کړې وه، په دغه الوتکه کې 138 مسافر سواره وؤ.

سږکال له دې وړاندې هم  دهند پلازمينې نوي ډيلي څخه دقطر پلازمينې دوحې ته تلونکي پرواز دفني خرابۍ له امله دکراچۍ په  هوايي اډه بيړنۍ ناسته کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button