افغانستانمهم خبرونهنړۍ

خوست کې دتيرنظام دملي امنيت څارنوال وسله والو وژلى دى

 دتيرنظام دملي امنيت څارنوال اودپوهنتون استادممتازشيرزي په خوست ولايت کښي د معلومو  وسله والوله لوري وژل شوى دى.

  داسلامي امارت له راتګ وروسته څه وخت وړاندې ممتاز شيرزى په کابل ښارکښې له  کوره ويستل شوى ، ډيروهل شوى  او شکنجه شوى  وچې دډيروهلوځلووروسته راخلاص شوى و او  پرون په خوست ښارکې په ډزووژل شوتراوسه يې چامسؤليت په غاړه نه دى اخستى.

له دې وړاندې هم   دطالبانو له راتګ وروستو دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې  په تير حکومت کې دشاملو چارواکو او  ملازمانو مړي له بيلا بيلو سيمو څخه شويدي  چې  دبشري حقونو دنړيوالو ادارو له لوري پرې داندېښنې څرګندونه  شوې او دطالبانو له چارواکو څخه غوښتنه شوې چې بايد ددغه رقم پېښو پلټنې وکړي او  پکې ککړ کسان دقانون منګولو ته راکش کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button