افغانستانپاکستانسیاستقبائلمهم خبرونهنړۍ
Trending

محسن داوړ وايي وزيرستان طالبانو ته سپارل شوى، نور پاکستان به هم بچ نه شي

که نورولي او ګل بهادر دوزيرستان نه دميانوالي اړخ ته روان شي نو بيا به زه پوښتنه کوم چې اوس دوي ترهه ګري کوي که د غلامۍ زنځيرونه ماتوي؟

 دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان  کې  دهدفي وژنو په پېښه کې په دې وروستيو کلونو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده او دحکومتي شميرې له مخې  د2018م څخه راپديخوا دلته تر دې مهاله له 480ؤ څخه زيات کسان په هدفي وژنو کې وژل شويدي.

 دپوليسو وينا ده چې ددغو پېښو پلټنې روانې دي خو ددغو پلټنو  نتيجې تر نن ورځې مخې ته نه دي راغلي په کوم چې دسيمې ولس داندېښنې څرګندونه کوي.

 دشمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي دقامي اسمبلۍ غړي او دنيشنل ډيموکريټک موومنټ مشر محسن داوړ په سيمه کې دروان وضعيت په اړه وحدت نيوز سره په خبرو کې  وويل  ” دضرب عضب عملياتو په اړه زمونږ دريځ ډير واضحه و او په کال 2017م کې چې کله دميرانشاه بازار ورانيدو نو په هاغه وخت کې دوي دپېښور پريس کلب کې  دوزيرو او داوړو دمشرانو سره يو مطبوعاتي کانفرنس کړى و  چې پکې  دشمالي وزيرستان د ولس لپاره   ضرب عضب ته ” دضرب عذاب ” نوم ورکړى و”

محسن داوړ وويل”  په دې اپريشن کې  لوټ مار شويدى، دکورونو سامانونه ورک دي او زياته يې کړه چې دفريج اوايرکنډيشنو ، دټوپک او دکارتوس نه واخله تر بړستنو پورې داسې يو شى نه دى پاتې شوى چې هغه ورک شوى نه وي”

 هغه وويل ” ضرب عضب  اخري اميد و، خلک که دتکليف نه هم تيريدل نو په دې اميد چې بيرته به ځو ، ښه ژوند به تيروؤ، پرامن ژوند به تيروؤ، نو له هغې وروستو هغوي ښه ورځ په سترګو ونه ليده، ځکه چې دپوځ لخوا په چيک پوسټونو چاپې ووهل شوې، که په يو کلي کې څه واقعه وشوه نو په ټول کلي تشدد”

هغه وويل ” دا قيصې روانې وې بيا ددې په وجه سياسي پاڅون هم وشو او بيا په مينځ کې پکې دافغانستان سقوط وشو ، نو مونږ اوس دا ګڼو دهغې په تسلسل کې دلته هم اوس حالات خراب شول ، ځکه چې دافغانستان متعلق هم زمونږ دوړومبۍ ورځې نه دا رايې وه چې  دامريکې هلته راتلل دامن لپاره نه وو، نه هلته دطالب ختمول او نه هلته دامن راوستلو زياته اراده وه،محسن داوړ وويل همدغه شان دلته چې هم فوج څه وکړل، لويې اپريشنونه، چې امن يې مقصد نه و او نه يې دامن راوستلو اراده وه،هم هاغه يو سرکل دى چې په هغې کې مونږ ګيرچاپيره تاويږو راتاويږو “

محسن داوړ دپاکستان دحکومت او ټي ټي پي  ترمينځ  دروانو مذاکراتو په اړه هم ډاډمن نه دى او وې ويل “دا تاسو اوس وليدل چې دمذاکراتو په نوم يې ټوله علاقه يوځل بيا طالبانو ته حواله کړه. “

 هغه وويل  ” دملي امنيت په ګډون په بيلا بيلو غونډو کې يې  دا خبره کړې وه چې په شروع کې خو دا تاسو نه منل چې  افغان طالبان او ټي ټي پي يو شى دى،وړومبى خو تاسو دګوډ اؤ دو بيډ يوه اصطلاح راويستلې وه، بيا چې تاسو په افغانستان کې دخپل مقصد لپاره شروع شوئ نو په هاغه وخت کې مو دا خبره ښکاره کړه چې دا هم يو شى دى،په دې کې هيڅ قسمه فرق نشته، دايو وروڼه دي، يوه يې نظريه ده ، يو ددوي نظم دى. “

” نودا دومره موده چې دوي  انکار کولو پکار ده چې اوس خو خپله غلطې ومني چې غلط وم دروغ مې ويل”

”   دافغان طالبانو يو مشر په کونړ کې دوينا په مهال ويلي وو چې مونږ په افغانستان کې شريعت راوستلو او اوس به يې په پاکستان کې هم راولو، داسې نه شي کيداى  چې دلته به شريعت وي او په نورو ځايونو کې به نه وي. “

محسن داوړ وويل ” ددې ځايې   مذهبي سياسي ګوندونو به ويل چې هلته( افغانستان کې) شريعت ښه دى او دلته جمهوريت ښه دى، محسن داوړ وويل دلته   مذهبي  ډلې وايي چې دجمهوريت او پارلمان دلارې داسلام راوستلو لپاره هلې ځلې کوي خو هلته  دټوپک په زور شريعت سم دى کوم چې يو منافقت و. “

هغه وويل ” په افغانستان کې چې طالبان واکمن شول نو ددې ځايې ميډيا هلته ډيره په زور او شور سره ورروانه وه او پخواني وزيراعظم خو تر دې مهاله ويلي وو چې هغوي  دغلامۍ زنځيرونه مات کړل. “

محسن داوړ وويل ” اوس که نور ولي او يا ګلبهادر راځي او دميانوالي په لوري ورځي نو بيا به زه دپخواني وزيراعظم نه تپوس کووم چې دوي اوس څه کوي، ترهه ګري کوي،  که دغلامۍ زنځيرونه ماتوي؟”

 هغه وويل” مونږ دتير شوي وخت دخپلو پاليسو نه زده کړه نه ده کړې ، په افغانستان کې چې مونږ کوم ايډونچر وکړو، دنړۍ کردار به پکې هم و خو زمونږ کردار پکې هم و او ددې  اثرات او ملبه مونږ وکتل چې په مزه مزه په مونږ راپريوځي. “

واکمنو قوتونو ته په اشارې کولو سره  محسن داوړ وويل  ” خو که چرې دا ځل ددوي دا مطلب وي  چې  ګنې وزيرستان، باجوړ او يا قبايلي سيمې به (طالبانو) ته حواله کړو او په دې کې دنړيوالو قوتونو هم مقاصد کيداى شي خو داسې داسې ده چې  ددې نه مينسټريم پاکستان نه شي بچ کيداى “

 په ممکنه ډول تحريک انصاف ته په اشارې کولو مسحن داوړ وويل ” دلته يې يو سياسي ګوند جوړ کړو او بيا يې په کنځلو عادت کړو خو بيا دغه ټولې کنځلې چې فلانکي فلانکي ته به يې کوې،  معمولي شان اختلاف پيدا شو او  دغه کنځلې هم په دوي راوګرځيدلې”

”  همدغه شان که چرې ديوې پاليسۍ لاندې ته يو کس ته وسله په لاس کې ورکې نو سبا که هغه ځان په پنجاب کې هم ملګري پيدا کړي ، په کراچۍ کې يې هم پيدا کړي او په اسلام اباد او په لاهور کې يې هم پيدا کړي ، په کويټه کې يې هم پيدا کړي، نو دا مذهبي جنونيت چې دوي شروع کړيدى، دا اور به دومره په تيزۍ سره خوريږي چې ددې مخنيوى به ددوي په وس کې بيا نه وي. “

ده وويل”   دخپلو پاليسيو له امله دوي دا ملک يو داسې مقام ته راوستلى چې که چرې دوي اوس دځان اصلاح هم کول غواړي نو دا ماته په ناممکناتو کې ښکاري ، خو بيا هم که يو سړى ووايي چې ملک ټهيک کول غواړم او علاقه ټهيک کول غواړم نو لاره راوتلى شي، خو زما په خيال دسمولو اراده يې لا نشته او په هم هاغ زړو پاليسيو باندې روان دي. “

دحکومت او ټي ټي پي ترمينځ دمذاکراتو په اړه محسن داوړ وويل ” زړې پاليسۍ دوامداره ساتلى شي او مونږ ته اطلاعات دي چې  دغه خلک( طالبان) بيا دسوات پشمول زړو علاقو ته تللي او دا شوى(ترهه ګري) به بيا راشروع کيږي”

” بنيادي خبره دا ده چې ترڅو پورې دپاکستان پوځ او استخباراتې، چې پاليسي هم هغوي جوړوي، چې څه لږډير سويلين سپيس و، هغه يې سرينډرډ کړو، څه لږ ډير دپارلمان اختيار چې و هغه يې هم سرينډرډ کړو، او دا هم بدقسمتي ده چې دا موجوده حکومت دچا چې مونږ ملګرتيا کړې، هغوي تراوسه داسې کوم اقدام نه دى کړى چې کوم سپيس تير شوي حکومت سرينډرډ کړى و چې هغه ترې بيرته واخلي، نو دا يوه الميه ده. “

 دمحسن داوړه وينا وه ” دلته امن ځکه نه راځي چې دلته دامن راوستلو اراده نه ده شوې، بدامني ددوي پاليسي ده. “

محسن داوړ وويل په قامي اسمبلۍ کې يې دا پوښتنه راولاړه کړې وه چې مونږ له دې هاغو خلکو تفصيل راکړي چې کوم يې په ضرب عضب کې ويشتلي او يا يې کوم ژوندي نيولي دي،دغه سوال به تر يو کال ددفاع وزارت داخله وزارت ته ليږلو او داخله وزارت به ددفاع وزارت ته ليږلو، په اخره کې دغه سوال ورک شو.

ده وويل”  ضرب عضب زمونږ  ددوکانونو او کورونو خلاف شوى و، دترهه ګرو خلاف دغه اپريشن نه و شوى او بل له  هغې وروستو  مالي امدادونه راغلي وو خو په هغې کې هم شفافيت نه و، ډير زمونږ فنډونه داسې وو چې امداد راغلى  دايي ډي پيز دابادکارۍ په نوم و خو بيا يې پرې جى ايف تهنډر واخستو، چرته  يې پرې يو شى او چرته يې پرې بل شى واخستو او جنرالانو ته ترې مالي فايدې واخستې. “

 دضرب عضب له امله دبې کوره شوو خلکو په اړه محسن داوړ وويل ” يو لويې عمل ترسره شو خو تراوسه پورې دوي ته دا نه دي ويل شوي چې راځئ ستاسو علاقه کلير ده چې تاسو هم واپس بوځو، مونږ خو په دې انتظار وو چې دا خلک به بيرته خپلو سيمو ته ستنيږي او دافغانستان نه به هم کډوال راواپس کيږي خو اوس خو دوي حالات هاغه پوزيشن ته راوستل چې وزيرستان يې ورته بيا حواله کړو. “

  محسن داوړ دعوه وکړه چې په جار يې په هر ځايې کې  ويلي چې دوي طالبانو ته وزيرستان حواله کړو، طالبان راغلي دي  ، “تر ماذيګره په چيک پوسټونو پوځيان ولاړ وي او دماذيګر نه پس دهغوي( طالبانو) بيا خپله مرضي ده، خپلې ګزمې کوي او دا خبرې دچا نه پټې نه دي او ښه ډاډه ګرځي”

ده وويل ” ميرعلي بازار کې  په هره دويمه ورځ ټارګټ کلنګ کيږي،په اختر کې چې کوم څلور ځوانان شهيد کړى شو، ددغه ځوانانو دشهادت نه پس دخوف فضاء وه، په رزمک کې په اختر کې مونږ يوه جلسه ايښې وه، خو هلته دويرې خورولو لپاره قسماقسم کارونه وشو، خو افرين زمونږ په ملګرو چې هغه جلسه وشوه او پيغام ورکړى شو چې دا خلک اوس په مرګونو او په دې قيصو څوک نه شي غلي کولى. “

دده وينا وه ”  مونږ جلسه په هاغه ځايې کې وکړه چرته چې  ددې خلکو(طالبانو) موجودګي ترټولو زياته وه”

دهدفي وژنو دخاتمې په اړه هغه وويل ” دا يوه اسانه خبره نه ده، دلته يو بين الاقوامي  لوبه روانه ده او په هغې کې زمونږ رياست هم شامل دى او څوک مو غږ هم نه اوري، خو که دچا دا خيال وي چې څوک به په کراچۍ، ملتان او په لاهور کې دامن ژوند تير کړي نو  په دې خاموشۍ دوي  په راتلونکي کې په ټوله علاقه کې دبدامنۍ لپاره پخپله لاره هواروي”

محسن داوړ وويل ” دې خلکو ته به اندازه هله وشي چې کله ددوي په وجود اور بل شي”

  دټي ټي پي او حکومت ترمينځ دمذاکراتو په اړه ده يوځل بيا وويل چې  ” نيت دامن راوستلو نه دى،دوي دا ټوله علاقه خالي کړې او هغوي( طالبانو) قبضه کړې ده”

د دې مرکې ویډیو رپورټ دلته لیدلې شۍ :

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button