پاکستانسیاستمهم خبرونه

دپنجاب اسمبلۍ په 20ؤ چوکو ټاکنې روانې دي، دپي ټي ايي او(ن) ليګ په يو بل ددرغلۍ تورونه

دپاکستان تحريک انصاف ګوند داوړيدلو غړو دخپلو چوکو څخه دلرې کولو له امله  دپنجاب اسمبلۍ په خالي شوو چوکو  ټاکنې  لپاره  دووټونو اچولو عمل پيل شويدى کوم چې به پرته له کومې دمې دماذيګر تر پينځوو بجو دوامداره وي.

دپاکستان مسلم ليګ(ن) او تحريک انصاف ترمينځ دصوبايي اسمبلۍ په 20ؤ چوکو دضمني ټاکنو په مهال  سخته مقابله روانه ده، سياسي پوهان  دغه ټاکنې ددواړو سياسي مدمقابلو ګوندونو لپاره دسياسي  ژوند او مرګ معامله ګرځوي  دکومو نتيجې چې به  په پنجاپ کې  ددواړو ګوندونو دسياسي  راتلونکي پريکړه کوي.

دضمني ټاکنو په اړه  دوزيراعظم شهباز شريف دريځ

 وزيراعظم شهبازشريف  دپنجاب اسمبلۍ په شلو چوکو دترسره کيدونکو ضمني ټانو په اړه  په ټويټر  خپل پيغام کې  ليكلي دي”  دپنجاب ضمني ټاکنو کې دخپل ووټ اچولو په مهال دعمران نيازي دحکومت  دپاو کم څلور  کاله ترټولو دور دور کرپشن، نااهلي، معاشي تباهي،   مافيا ته اسانتيا ورکول او دهغوي سرپرستي او دبدلون په نوم  دراوستل شوې تباهۍ په اړه ضرور سوچ وکړئ، شهبازشريف ويلي پاکستان دپي ټي ايي په دور کې له خپل منزل څخه لرې شويدى، ددې اظهار تاسو ته پخپل ووټ سره کول دي. “

شهبازشريف  ليکلي ” ستاسو ووټ ستاسو طاقت دى، په دې طاقت سره انتشار، نفرت او دتقسيم سياست رد کړئ، ديو شخص انا، دسياست انداز او نااهلۍ زمونږ دټولنې  ښکلا ويجاړه کړې، خپل ووټ دقامي پرمختګ او خپلو بچو دروښانه مستقبل لپاره وکاروئ، زه ستاسو دانتخاب په قوت پوره اعتماد لرم”

  د 20ؤ چوکو څخه په ځانګړې توګه په 5ؤ حلقو کې دپوځ په ګډون قانون نافذونکې ادارې دڅه رقم بدې پېښې مخنيوي لپاره بيدارې  کړى شويدي  چې پکې څلور په لاهور او يوه په ملتان کې ده.

 که چرې  تحريک انصاف ګوند  په دې ضمني ټاکنو کې داکثريتي چوکو په ګټلو کې بريالى شي نو دمسلم ليګ(ن) سره تعلق لرونکى وزيراعلي حمزه شهباز له خپلې چوکۍ څخه لرې کيداى شي، په دغسې حال کې به  دحمزه شهباز دپلار وزيراعظم شهبازشريف حکومت يواځې تر مرکز پورې  محدود شي.

 دڅيړونکو وينا ده  شريف کورنۍ  په دې خبره هم پوهيږي چې په پنجاب کې  داعلي وزارت دچوکۍ لپاره دپي ټي ايي او پاکستان مسلم ليګ(ق) مشترکه اميدوار پرويز الهي  په دغه صوبه کې دمسلم ليګ(ن) لپاره خطرناک ثابتيداى شي  او دا هم ممکنه ده چې هغه دعمران خان سره بيا داتحاد کولو دلارې  په اينده عامو ټاکنو کې  دمسلم ليګ(ن)  مهم سياسي مرکز( پنجاب) وګټي

 نو ځکه د(ن) ليګ پوره هڅه به دا وي چې  په هر صورت کې  په روانو ضمني ټاکنو کې  سياسي مخالفينو ته ماتې ورکړې.

همدغه راز دڅيړونکو په وينا دپي ټي ايي لپاره هم ننۍ ضمني ټاکنې مسلم ليګ(ن) اؤ پيپلز پارټۍ ته دماتې ورکولو څخه هم زيات ارزښت لري ځکه چې  پخوانى وزيراعظم عمران خان او دهغه ملګري دا ټاکنې دښه والي او بدوالي ترمينځ جنګ او په ملکي معاملو کې  دمبېنه بهرني مداخلت په ضد مزاحمت ګرځوي.

 عمران خان خپلو کارکوونکو ته په ټولو پولنګ سټيشنو دبيداره اوسيدو غږ کړى ترڅو دهغه په قول دمسلم ليګ(ن) لخوا ددرغلۍ  کومه ممکنه هڅه ناکامه کړى شي.

حکومت سازۍ لپاره څومره چوکو ته اړتيا ده؟

 دوزيراعلي په توګه دپاتې کيدو لپاره حمزه شهباز ته  په  اسمبلۍ کې د186 غړو اکثريت ترلاسه کولو لپاره نن پ ضمني ټاکنو کې لږ ترلږه 10 چوکۍ پکار دي او پرويز الهي ته دحمزه شهباز دځايې اخستو لپاره 13 چوکۍ پکار دي.

 په پنجاب اسمبلۍ کې دا مهال  دغړو شميره 350 ده، دپي ټي ايي  دغړو شميره 163 او دهغوي داتحادي مسلم ليګ(ق) دغړو شميره 10 ده، دمسلم ليګ(ن) په ايوان کې 164 غړي دي او دهغوي دايتلافي  ګوند پيپلز ګوند7،4 ازاد او ديو تعلق دراه حق ګوند سره دى.

 دپاکستان اليکشن کميشن له لوري داپريل په مياشت کې دپنجاب  اعلي وزير په ټاکنه کې حمزه شهباز ته په ووټ ورکولو دپي ټي ايي داسمبلۍ اوړيدلو غړو نااهله ګرځول کيدو وروستو په 25ؤ چوکوڅخه  په 5ؤ ځانګړو چوکو پرته په 20 چوکو دغه ټاکنې نن ترسره کيږي ، دسپريم کورټ په حکم به په 22مه جولايي  دپنجاب داعلي وزير په چوکۍ بيا ټاکنه کيږي.

 پي ټي ايي تور پورې کوي چې  حکومت رياستي مشينري په ټاکنو داثرانداز کيدو لپاره کاروي، همدغه راز عمران خان  په اليکشن کميشن ضمني ټاکنو کې ددرغلۍ لپاره  دمسلم ليګ(ن) سره دسازباز کولو تور هم پورې کوي.

 ددغو تورونو دثبوت په توګه دپي ټي ايي لخوا ووټر لسټونو کې  دمبېنه بدلون حواله ورکړى شوې خو اليکشن کميشن دغه تورونه ردوي.

 عمران خان تور پورې کوي چې نن ترسره کيدونکو ټاکنو کې ددرغلۍ لپاره  مسلم ليګ(ن) اليکشن کميشن او ځينې پټ  کسان دهغه په ضد رايوځايې شويدي.

دعمران خان تورونه مسترد

 بل اړخ ته  داطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزيرې  مريم اورنګزيب ويلي  عمران خان  اليکشن کمشنر سره په پټه دروازه دليدنې  خواستونه کړي خو کله چې دهغه يو په يو ليدنه ونه شوه نو په اليکشن کميشن يې بريد وکړو.

په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې مريم اورنګزيب وويل  دپنجاب په ضمني ټاکنو کې  به دهيواد دکړکيچونو څخه راويستونکى ګوند بريالى کيږي، دحلقو څخه راتلونکي اطلاعات دډاډ وړ دي، دپنجاب ضمني ټاکنې به دپي ټي ايي سياسي بيانيه او سياست دفن کړي.

  200شناختي کارډونه

بل اړخ ته پوليسو دلاهور په فيکټري ايريا کې دپاکستان تحريک انصاف ديو کارکوونکي دنيولو او دهغه له قبضې څخه د200ؤ پورې شناختي کارډونو ترلاسه کيدو دعوه کړې ده.

 دپوليسو وينا ده خالد سندهو نومې دغه تن په حلقه پي پي 168 کې دووټونو اخستو منصوبه بندي کوله  دچا په ضد چې مقدمه درج کړى شوې ده.

پوليسو دعوه کړې چې ملزم  د حلقې پي پي 168 هر شناختي کارډ لرونکي ته ددوؤ څخه تر دريوو زرو روپو پورې پېسې ورکړې وې او ضمني ټاکنو کې يې دخپل ګوند لپاره ووټونه اخستل.

 دپخواني وزيراعظم نوازشريف دلور ردعمل

  دپاکستان مسلم ليګ(ن) مرکزي نايب صدرې  او دپخواني وزيراعظم نوازشريف لور مريم نواز په لاهور کې دپنجاب اسمبلۍ  دپي پي 168 حلقه کې دپاکستان تحريک انصاف دکارکوونکي څخه د200ؤ شناختي کارډونو په ترلاسه کيدو پخپل يو ټويټ پيغام کې ليکلي  چې درغلي دپي ټي ايي په ډي اين اى کې شامل ده، داليکشن کميشن عمله او تيلې يې چې پټې نکړى شوې نو ددرغلۍ دوهمه طريقه يې راوويستله، هغې ليکلي چې مسټر XYZ  په اخره کې درغلي خان( په مبېنه توګه عمران خان ته اشاره) ختلى.

دپاک پوځ دامنيتي وضعيت جاج

بل اړخ ته پاکستاني پوځ په پنجاب کې  ترسره کيدونکو  ضمني ټاکنو په نظر کې نيولو سره  دحساسو سيمو دوره کړې او دامنيتي وضعيت جاج يې اخستى دى.

دايي ايس پي ار وينا ده  دغه کار يې داليکشن کميشن دلارښوونو له مخې دامن وامان برقراره ساتلو لاپره دپوځ په دريمه کچه دځوابي اقداماتو کوونکي ځواک په توګه دورکړې شوې ذمه وارۍ لړ کې کړيدى.

 دپنجاب دداخله وزير تور

 بل اړخ ته دپنجاب داخله وزير عطا تارړ تور پورې کړيدى چې دپي ټي ايي په وسلې سمباله دورانکارو يوه ډله لودهران سيمې ته رسيدلې او  دتحريک انصاف يو لارښود شبلي فراز ددغو ورانکارو دملاتړ لپاره هم په لودهران کې موجود دى.

  درانا ثناالله دورانکارو دموجودګۍ تور

اخوا دپنجاب دکورنيو چارو وزير رانا ثناالله  ويلي  ورته خبرترلاسه شويدى چې دپي ټي ايي خواوشا500 فساديان پنجاب ته رسيدلي دي او دپي ټي ايي  لارښودان پرويز خټک، اسد قيصر، علي محمد خان او مراد سعيد دوي ته پناه ورکوي.

 رانا ثناالله ويلي که پي ټي ايي دډسکه ټاکنو پشان کوم حرکت وکړو نو قانون به په حرکت کې راځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button