مهم خبرونه

افغان طالبانو ديو ټن سکرو بيعه 280 ډالرو ته لوړه کړه

کابل ( وحدت نیوز ) په افغانستان کې سکرو د يو ټن بيه له ۲۰۰ ډالرو څخه ۲۸۰ ډالرو ته لوړه شوې ده

  دافغانستان  د کانونو او پتروليم وزارت وياند عصمت الله برهان وايي د ډبرو سکرو د هر ټن بيه له 200 ډالرو څخه 280 ډالرو ته لوړه شوې دهنړيوالو بازارونو ته په کتو بيې لوړيږي 

  وياند ويلي دي دافغانستان اسلامي امارت دسکرو په اړه تر دې مهاله   له هيڅ هيواد سره کوم تړون نه دى لاسليک کړى.

 هغه ويلي دي چې راکړه  ورکړه په پخوانيو تړونونه کيږي 

 طالبانو دسکرو په نرخونو کې دغه اضافه په داسې حال کې کړې ده چې له دې وړاندې  دپاکستان وزيراعظم شهبازشريف  په هيواد کې دانرژۍ دضرورتونو پوره کولو لپاره دخپل هيواد اړونده لوړپوړو چارواکو ته امر کړى و چې  له افغانستان څخه دې سکاره درامد کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button