پاکستانقبائلمهم خبرونه

خېبر: دامنيتي ځواکونو په ډزو ددرزي دوژل کيدو خلاف دتيراه خلکو احتجاج کړيدى

 دقبايلي ضلعې خېبر په لرې پرته سيمه تيراه کې  په چيک پوسټ دنه ودريدو له امله   په مبېنه توګه دامنيتي ځواکونو په ډزو يو درزي  وژل شويدى.

 دسرچينو وينا ده چې  دغه پېښه تيره شپه  په تيراه کې په لالى چيک پوسټ هاغه وخت مخې ته راغله کله چې  په موټر سايکل سور تن  ته دامنيتي ځواکونو لخوا دودريدو اشاره وشوه او دنه ودريدو له امله په هغه ډزې وشوې چې له امله يې دغه تن خپل ژوند دلاسه ورکړو.

  دخېبر دباړې تحصيل دتيراه سيمې ولس  دامنيتي ځواکونو په ډزو  داورنګزيب  نومې درزي  دوژل کيدو په ضد احتجاجي  پرلت پيل کړى او احتجاجاً يې  دوژل شوي تن مړى په سړک ايښودى دى.

 مظاهره چيانو  ويلي دي  دانصاف ترلاسه کيدو پورې به  دهغوي  دغه احتجاج دوامداره وي.

 دوي ويلي دي په پېښه کې ککړ کسان دې دقانون منګولو ته راکش کړى شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button