مهم خبرونهنړۍ

جوبايډن وايي دايران په ضد دطاقت استعمال کيداى شي

 دامريکا ولسمشر جوبايډن ويلي دي  امريکا به دايران  تل انتظار نه کوي  چې  دجوهري  معاهدې برخه جوړ شي، امريکايي ولسمشر دا هم ويلي دي چې  دوروستۍ حربې په توګه  دضرورت په پېښيدو دتهران په ضد دطاقت استعمال هم کولى شي.

 اخوا دايران ولسمشر ابراهيمي ريسي ويلي  واشنګټن چې په کومه ژبه خبرې  کوي   هغه به دتهران لپاره  ګټوره نه وي  او ايران به  دخپل  منطقي دريځ څخه نه پشا کيږي.

 دامريکا ولسمشر جوبايډن دايران په اړه  دغه څرګندونې  دتهران په چټکتيا سره دمخ په وړاندې بوتلونکي جوهري پروګرام په اړه داسرايل وزيراعظم ياير ليپډ سره له خبرو وروستو په مطبوعاتي کانفرنس کې کړيدي.

ولسمشر بايډن وويل  واشنګټن دايران  دمشرتابه  په وړاندې دجوهري  معاهدې په لوري دواپسۍ يوه لاره ايښودې او تردې مهاله  مونږ دځواب انتظار کوؤ.

 که هر څو جوبايډن ويلي  دايران په اړه يې دزغم قوت راکميږي خو هيله يې څرګنده کړې ده چې  ايران دجوهري معاهدې  برخې جوړيدو ته مايله کيدى شي او زياته يې کړه ” زه اوس هم باور لرم چې سفارتکاري  دنتيجو ترلاسه کولو ترټولو غوره لاره ده”

 دجوبايډن دسفارتي حل دخواهش په اړه داسرايل وزيراعظم يايرليپډ رايې مختلفه وه، دمطبوعاتي کانفرنس په مهال  هغه وويل  دايران حکومت ته معلوميدل پکار دي چې که چرې دنړۍ سره يې دوکه دوامداره وساتله نو  ورته به لويې قيمت ادا کول وي، هغه وويل دايران دمخنيوي يوازينۍ لاره دباور وړ پوځي ګواښ دى.

 ليپيډ وويل  زما او بايډن ترمينځ  دايران په معامله درايې اختلاف نشته او مونږ به ايران ته دجوهري قوت جوړيدو اجازه ورنکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button