دحکومت او ټي ټي پي دمذاکراتو خلاف داى پي ايس دشهيد شوو زده کوونکو ميندو پېښورهايکورټ ته مراجعه کړې
په 2014م کې دپېښور په ارمي پبلک سکول دطالبانو په حمله کې دوژل شوو پينځوو زده کوونکو او او استاذانو ميندو دحکومت او کالعدم تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) ترمينځ دروانو مذاکراتو خلاف دپېښورهايکورټ ته مراجعه کړې ده او دهغوي په باور کې داخستو څخه پرته يې ددغه ډلې سره دروغې جوړې دکوم اقدام خلاف دلارښوونو کولو وينا کړې ده.
دپاکستان حکومت او پوځ دکالعدم تحريک طالبان پاکستان ډلې سره دتيرو څو مياشتو راهسې دافغان حکومت په مينځګړتوب مذاکرات پيل کړيدي چې پکې دواړه خواوې ديو بل په ضد تر نامعلومه مودې په اوربند متفق شويدي.
دپاکستان حکومت او پوځ دريځ لري چې دا مذاکرات دټي ټي پي سره دايين په دايره کې دننه کوي خو ټي ټي پي بيا دريځ لري چې دپاکستان ايين نه مني.
دانګريزۍ ژبې ډان دراپور له مخې په جسټس لال جان خټک او جسټس عبدالشکور مشتمل يو بينچ داخله سيکرټري ته يو نوتس جاري کړى او په هغه يې غږ کړيدى چې دې خواست ته په راتلونکې اوريدنه کې ځواب ووايي کوم چې دڅلورو وژل شوو زده کوونکو او يو ښوونکي دميندو لخوا په شريک ډول جمع کړى شويدى، ددغه اوريدنې نېټه به وروستو ټاکلى شي.
په خواست ورکوونکو کې فلک ناز، دنورالله او سيف الله ميندې، داسفندخان مور، سيما ، دايمل خان مور، او داستاذې سعديه ګل مور زليخه شامل دي.
داسفند خان په نوم ديو وژلى شوي زده کوونکي پلار، ايډوکيټ،اجون خان دخواست ورکوونکو لخوا عدالت ته وړاندې شوى او ويلي دي چې هغوي دټي ټي پي دتندلارو لخوا په اى پي ايس دبريد دمعصومو زده کوونکو او دهغوي دځينو استاذانو دوحشيانه وژنو نيغ په نيغه قربانيان دي ، نو ځکه دهغوي داندېښنو دازالې څخه پرته ددغه ډلې سره دحکومت مذاکرات به دملک دانصاف دسيسټم ړنګول وي.
په خواست کې ځواب ورکوونکى ددفاع وزارت دخپل سيکرټري دلارې دى، داخله وزارت دخپل سيکرټري دلارې، وفاقي حکومت دقانون دسيکرټري دلارې او دنيشنل ايکشن پلان فوکل پرسن دي.
ښاغلي اجون عدالت ته خواست وکړو چې دهغه دموکلينو په باور کې داخستو څخه پرته دې دټي ټي پي سره دروغې جوړې دکوم اقدام اخستو څخه دډډې کولو احکامات جاري کړي.
هغه وويل خواست کوونکي په دې هيواد کې د وحشيانه رامينځته شوې پېښې قربانيان دي دکومې په نتيجه چې واړه ماشومان په لويې شمير کې شهيد شوي وؤ.
وکيل وويل چې وخت په وخت داى پي سي دشهيدانو کورنيو احتجاجونه کړي او ددغه پېښې خلاف يې دپېښور ترڅنګ په نورو ښارونو کې هم غږ پورته کړيدى چې پکې اسلام اباد هم شامل دى.
هغه وويل خواست ورکوونکو خپلې اندېښنې په جسټس محمد ابراهيم خان مشتمل ديو کسيز عدالتي کميشن په وړاندې هم ايښودي، دغه کميشن ددې معاملې دسپريم کورټ په حکم پلټنې کولې.
ښاغلي اجون وويل چې دغه عدالتي کميشن خپلې پلټنې بشپړ کړي او خپل رپورټ يې دموندنو او وړانديزونو سره سترې محکمې ته وړاندې کړيدى، هغه وويل چې دخواست ورکوونکو ځينې اندېښنې اوس دسترې محکمې په وړاندې دفيصلې لپاره پرتې دي او عدالت ته په باضابطه ډول وړاندې کيږي.
وکيل وويل دهغه موکلين دپرنټ، اليکټرانک او ټولنيزې ميډيا دلارې خبر شويدي چې وفاقي حکومت دتي ټي پي سره مذاکرات پيل کړيدي او يواځې پاکستان مسلم ليګ نواز، چې دايتلافي حکومت مشري کوي، دنورو فريقينو په باور کې داخستو پرته يې دا پيل کړيدي.
هغه وويل چې پاکستان پيپلز پارټۍ په دې مذاکراتو اعتراض کړى او په دې معامله دبحث لپاره يې دپارلمان دګډې غونډې رابللو غوښتنه کړې وه.
ښاغلي اجون وويل دګډې غونډې پځايې حکومت دقامي اسمبلۍ دقايمه کميټۍ غونډه رابللې وه چې دغه شان خپل ايتلافي شراکت دار مطمين کړي خو داى پي ايس دسانحې قربانيان په بشپړ ډول نظرانداز کړى شويدي.
هغه وويل که چرې دفريقينو په اعتماد کې داخستو څخه پرته دحکومت او دټي ټي پي ترمينځ څه قسمه سازباز شوي وي، په ځانګړې توګه دوژل شوو زده کوونکو دغمژنو والدينو، نو دا به په ټوله نړۍ کې دهيواد پيژندګلو ته زيان ورسوي.