پاکستانلوبېمهم خبرونهنړۍ

بابراعظم وراټ کوهلي ته دټي ټوينټي سکواد څخه په لرې کولو ډاډ ورکړى

 دپاکستان کرکټ تيم کپتان بابراعظم  دهند دکرکټ لوبغاړي  وراټ کوهلي ملاتړ کړى  او دهغه ددغه اقدام دکرکټ په نړۍ کې ستاينه  کولى شي.

 هندي سيلکټرانو دويسټ انډيز په ضد دروانې مياشتې په پاې کې  کې پيل کيدونکو پينځوو ميچونو باندې مشتمل ټي ټوينتي سيريز لپاره   دهندي کرکټ ټيم پخوانى کپتان وراټ کوهلي  نه دى ټاکلى،  له وړاندې څخه اندېښنه څرګندولى شوه چې کوهلي به  ټيم څخه لرې کړى شي.

 دوراټ کوهلي شمير  دموجوده وخت دکرکټ په څلورو لويو بيټسمينانو کې  کولى شي خو دتيرو څو مياشتو راهسې هغه  دخپل  توان له مخې نه دى لوبيدلى او دښې کارکردګۍ څرګندونه يې نه ده کړې، دکوهلي په خرابې کارکردګۍ نه يواځې دهغه دمينه والو له لوري  نيوکې شوي بلکې  دهند پخوانو کرکټرانو هم دهغه په کارکردګۍ  اندېښنه څرګنده کړې ده.

 هندي سليکټرنو چې دزيارت په ورځ دويسټ انډيز ددورې لپاره  داتلس کسيز ټي ټوينټي  سکواډ اعلان وکړو نو په دې کې دوراټ کوهلي نوم نه و په کوم چې  دپاکستاني کرکټ ټيم کپتان  بابراعظم  دکوهلي سره يوځايې يو عکس په ټويټر شريک کړى او هغه ته يې دډاډ ورکولو په ترڅ کې  ويلي دا وخت به هم تير شي، بايد قوي وواسې.

بابراعظم دا مهال دايي سي سي ون ډى او ټي ټوينټي درجه بندۍ کې په لمړي پوزيشن دى او دټيسټ درجه بندۍ کې دهغه څلورم نمبر دى، له دې وړاندې وراټ کوهلي  دغوره بيټسمينانو په درجه بندۍ کې په لمړي نمبر و.

بابراعظم او وراټ کوهلي  ديوې کچې بيټسمينان ګڼلى شي او دکرکټ مبصرين  دواړه  دموجوده وخت ترټولو غوره بيټسمينان ګڼي.

 دبابراعظم له لوري  دوراټ کوهلي په ملاتړ دکرکټرانو له لوري دهغه ستاينه  کولى شي.

 دهند سپورټس جرنلسټ وکرانت ګپتا دبابر ټويټ شريک کړى او ليکلي يې دي بابره ته يو اتل يې.

 دجنوبي افريقې سپورټس جرنلسټس دبابر ټويټ شريک کړى او په دې دتبصرې کولو په ترڅ کې يې ليکلي  دا دکرکټ اصل روح دى.

 وراټ کوهلي په 99 ټي ټوينټي ميچونو کې  د50 اعشاريه يو دوه په اوسط سره 3308 رنز جوړ کړيدي، هغه دهند لخوا په 261 ون ډى او 102 ټيسټ ميچونو کې  په ترتيب سره 12 زره 327 او 8 زره 74 رنز جوړ کړيدي.

  په کرکټ کې  ترټولو زياتې سنچرۍ جوړونکي پخواني هندي کرکټر سچن ټنډولکر  او رکي پونټنګ وروستو دريم نمبر دوراټ کوهلي دى چې تراوسه يې 70 سنچرۍ  جوړې کړيدي،ټنډولکر  د100ؤ سنچريانو سره په لمړي او رکي پونټنګ د71ؤ سنچريانو سره په دوهم نمبر دى.

 ددغه لويې ريکارډ باوجود په دې وروستيو کې دکوهلي کارکردګي ښه نه ده پاتې شوې او  دانګلينډ په ضد دزيارت په ورځ په دويم يو ورځني ميچ کې هغه يواځې 16 رنز جوړ کړي وؤ.

له دې وړاندې دانګلينډ  په ضد دوه ټي ټوينټي ميچونو کې هغه يو او دوه رنز جوړ کړي وؤ او بيا شيډول شوو پينځه ټيسټ ميچونو کې هم هغه ناکامه پاتې شوى و.

 دهند او انګلينډ  ترمينځ دپينځه ټيسټ ميچونو سيريز تير کال لوبول شوى و دکوم پينځم ميچ چې دکرونا وبا له امله منسوخ کړى شوى و، منسوخ شوى ميچ په روانه مياشت کې لوبول شوى  چې پکې انګلينډ هند ته  په ماتې ورکولو سره سيريز په 2-2 سره برابر کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button