پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې وسله والو دجى يو ايي(ف) لارښود او يو بل تن وژلى

 دچارواکو وينا ده  دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمه شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې تيره شپه  دهدفي وژنې په يوه بله پېښه کې  نامعلومو وسله والو دجمعيت علماء اسلام يو سيمه ييز لارښود دبل ملګري سره وژلى دى.

 دشمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد علي  له مخې  تيره شپه خواوشا لس بجې  دجمعيت علماء السلام لارښود قاري سميع الدين  او دهغه  ملګري حافظ نعمان په نان کسټم پيډ ګاډي کې سورو وسله والو په ډزو سره هاغه مهال وژلي چې هغوي   دموسکي فقيران جومات څخه په موټر سايکل خپل کور ته روان وؤ.

 ددواړو وژل شوو کسانو دجنازې لمونځ دجمعې په سحر  دعيدک مدرسه نظاميه کې ادا کړى شويدى چې پکې  دنيشنل ډيموکريټک مووومنټ( اين ډي ايم اى) مشر او دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ، دجى يو ايي  مشرانو، سياسي او ټولنيزو کارکنانو، قبايلي مشرانو او دسيمې خلکو په ګڼ شمير کې ګډون  کړيدى.

 دقاري سميع الدين  او دهغه دملګري  دوژنې له امله سيمه کې فضاء غمژنه ده.

 دهغوي دجنازې په لمونځ کې  ګډون والو  په حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې په سيمه کې دې  دهدفي وژنو دلړۍ مخنيوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي ، دهغوي  وژونکي دې په سملاسي توګه ونيسي او ورته دې سخت سزا ورکړي.

 په عين حال کې په ميرانشاه کې دمېشته اووم ډويژن کمانډر ميجر جنرال نعيم اختر دقاري سميع الدين  دوژنې غندنه کړې او ويلي يې دي  وژونکي به ډير زر دقانون منګولو ته راکش کړى شي.

په يو بيان کې هغه ويلي قاري سميع الدين يو نامتو ديني عالم و او هغه په ډيرو موقعو په ادارو کې دموجودو موجودو خاميو ته ګوته نيولې وه.

 ميجر جنرل نعيم اختر پخپل بيان کې ويلي قاري سميع الدين په سيمه کې دسولې لپاره يو مضبوط غږ و.

قاري سميع الدين دجمعيت علماء اسلام(ف) ډلې مشر مرکزي لارښود و او هغه په کال ٢٠١٨م کې  دصوبايي اسمبلۍ ټاکنو کې دپي کى 111 څخه دجمعيت په ټکټ په ټاکنو کې برخه هم اخستې وه.

 هغه دتيرې زياتې مودې راهسې په شمالي وزيرستان کې دهدفي وژنو په ضد په مظاهرو کې برخه اخسته او په هر فورم يې دهدفي وژنو په ضد غږ پورته کولو او په حکومت او ادارو يې نيوکې کولې.

  دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې دحکومتي شميرې له مخې دجولايي په 15ؤ مياشتو کې دجمعيت علماء اسلام(ف) دلارښود په ګډون اووه کسان په مبېنه توګه دهدفي وژنو په پېښو کې وژل شويدي.

دسيمه ييزو خلکو وينا ده چې  په شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې هدفي وژنې تر دومره حده سيوا شوي چې دورځې په رڼا کې خلک  پرته له کومې ويرې  وژل کيږي او بيا وژونکي په تېښته کې کاميابيږي چې له امله يې خلک پريشانه دي.

 څو ورځې دمخه  نامعلومو وسله والو په شمالي وزيرستان کې دملک مرتضي په نوم يو بل وګړى هم په ډزو وژلى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button