پاکستانمهم خبرونه

کوټه کې ترهه ګرو يو پوځي افسر وژلى،عملياتو کې دوه ترهه ګر ووژل شول

دبلوچستان په سرښار کوټه  کښې   دامنيتي ځواکونو عملياتو کې دوه ترهه ګر وژل شويدي  ترهه ګرو   د کرنل لايق بيګ مرزا په نوم يو پوځي افسر  په ډزو وژلى دى.

  دائى ايس پى ار لخوا دجارى کړى شوي يو بيان   له مخې دلسو څخه تر دولسو پورې ترهه ګرو ليفټننټ  کرنل لايق  بيګ مرزا( څوک چې په ډى ايچ اى کوټه کې خدمات ترسره کوي) اؤ دهغه رشته دار ښاغلى عمر جاويد دقايد دکور ددورې نه وروستو  دکوټې نه په واپسۍ دوارچوم زيارت سره نزدې تښتولي دي.

دايي ايس پي ار په بيان کې ويل شويدي چې  داطلاع په ترلاسه کولو دفوج دچټک ځواب وييونکي ځواکونه په سمدستى توګه په ترهه ګرو پسې ورغلل  څوک چې دمنګى ډيم سره نزدې  دخپلې ځالې په لوري ورروان وؤ

بيان کې ويل شويدي  امنيتى ځواکونو دايس ايس جى ځواکونو اؤ هيلى کاپټرو په کارولو سره دلټونې عمليات پيل کړل

دبيان له مخې  دديارلسمې اؤ څوارلسمې جولائى په مينځ شپه   دشپږو نه اتوؤ پورې ترهه  دنزدې غرونو په يوه کنده کې  امنيتي ځواکونو  ديو ټيم له لورى وليدل شول

په بيان کې ويل شويدي ترهه ګرو دخپل ځان  دممکنه محاصرې  په محسوسولو سره په ليفټننټ کرنل لايق بيګ مرزا يې  دډزو دلارې شهيد کړو اؤ دتېښتې کوشش يې وکړو، وروستو په ډزو   دوه دهشت ګرد ووژل شول اؤ  وسله اؤ بارود ترلاسه کړى شول

  خو پاتې ترهه ګر  دتښتول شوى ښاغلى عمر سره په تېښته کې په عارضى توګه کامياب شول، دخراب موسم باوجود هم  دبې ګناه تښتول شوي  ولسي وګړي دراخلاصولو لپاره  دلټونې عمليات دوامداره دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button