پاکستانمهم خبرونهنړۍ

وزيراعظم شهباز شريف دتېلو په نرخ کې د18ؤ او دډيزلو په نرخ کې د40 روپو دکمي اعلان وکړو

   وزيراعظم دپيټروليم مصنوعاتو نرخونو کې دکمي اعلان   اؤ ائى ايم ايف سره دمعاهدې  تصديق کړى دى اؤ ويلى يې دى چې  کوم وخت   هغوي حکومت سمبال کړو نو قيمتونو داسمان سره خبرې کولې اؤ ګرانى ډيره زياته وه

 قام ته په خطاب کې وزيراعظم شهبازشريف وويل چې  دنن شپې دولسو بجو نه پس   دډيزلو په مد کې 40 روپۍ اؤ 54 پېسې اؤ دپيټرولو په مد کې 18 روپۍ اؤ 50 پېسې کمى کولى شى دکوم اطلاق چې به د14 جولايى دشپې دولسو بجو نه کيږي

 شهبازشريف وويل ”  تير حکومت چې دايى ايم ايف سره کومه سخته معاهده کړې وه  هغه يې په تللو تللو کې تس نس کړه، کله چې مونږ راغلو نو ګرانى په عروج وه او دتيلو  قيمتونو داسمانونو سره خبرې کولې، دماضى حکومت دا کار زمونږ دحکومت په مشکلاتو کښې داضافې کولو لپاره وکړو”

 ”  دتيلو په قيمتونو کښې دکمى لپاره په خزانه کې پېسې نه وې دکوم  وجه چې پخوانى حکومت ؤ، چې دمعيشت تباه کولو لپاره يې بارودى سرنګونه غوړولي دي”

 شهبازشريف ووييل چې  ” دپاکستان اؤ ائى ايم ايف ترمينځ  معاهده ترسره شوې ده دکومې سهرا چې  دخزانې دوزير اؤ دهغه دټيم په سر ده، خو ځينې قامونه داسې هم وؤ چې  کلونه وړاندې يې دايى ايم ايف څخه  نجات ترلاسه کړى”

هغه وويل ”    زمونږ دعا اؤ خواهش دىچې  دا زمونږ هم اخري معاهده وي اؤ بيا مونږ پخپلو پښو د ودريدو  کوشش وکړو اؤ خودکفيله جوړ شو، خو ددې لپاره به لږه نوره مشکله لاره سر کول وي”

 وزيراعظم وويل چې  ” نن مونږ ته دتيلو په قيمتونو کې دکمى موقعه ترلاسه شوې ده  دکوم وجه چې په عالمى منډۍ کې  راپريوتى قيمتونه دي”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button