افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ازبکستان کې روانه مياشت کې دافغانستان په اړه نړيواله غونډه کيږي

 د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت  په يو بيان کې ويل شويدي دروانې مياشتې په پاې کې به  د افغانستان په اړه په تاشکند کې يوه    غونډه  ترسره کيږي چې پکې به دشلو هيوادونو پلاوي ګډون کوي.

 ټاکل شوې ده دغه غونډه به دجولايي په 25مه او 26مه نېټه ترسره کيږي او پکې به  افغانستان سره دسفارتي اړيکو، سولې او امنيت په اړه خبرې اترې کيږي.

 ټاکل شوې ده د افغانستان د سرپرست حکومت يو پلاوى به په دې   غونډه کې د افغانستان په  استازيتوب ګدون   کوي.

پوهان وايي ممکنه ده په دغه غونډه کې  دنړيوالې ورورولۍ له لوري  دافغانستان په سفارتي ډول دتنها کولو دتګلارې له امله دطالبانو په دغه هيواد کې دواکمنيدو وروستو ولس ته په پېښو چيلنجونو خبرې اترې او دهغې دحل په لارو چارو غور وشي.

 په افغانستان کې تيرکال داګست په مياشت کې دطالبانو دواکمنيدو وروستو دغه هيواد دګڼو چيلنجونو سره لاس او ګريوان دى، دلويديزو هيوادونو او په ځانګړې توګه دامريکا له لوري دطالبانو په مشرۍ دبنديزونو له امله  دکابل نوي واکمنان دهيواد په چلولو کې دستونزو سره مخ دي.

په امريکا دکابل بانک دزرمبادله ذخيرې  کنګل کړى شوي  چې له امله يې  دجګړه ځپلي افغانستان  اقتصاد دتباهۍ په غاړه ولاړ دى، په دغه هيواد کې دغربت کچه تر دومره حده سيوا شوې چې نړيوالې  مرستندويه او دبشري حقونو ادارو پخپلو راپورونو کې دلکونو خلکو دلوږې له امله دمړينې اندېښنې څرګندې کړيدي.

طالبانو دواکمنيدو څخه راپديخوا په افغانستان کې په ښځو ګڼ بنديزونه لګولي چې پکې دشپږم ټولګي څخه دبره جينکو ښوونځيو ته  دليږلو اجازه نه ورکول، دمحرم څخه پرته دښځو له کورونو بهر نه پريښودل، په ولسي مقاماتو ښځو ته دمخونو پټولو امر، پارکونو ته په مخصوصو وختونو کې  ښځو ته دورتګ کولو امر  او هغوي ته په حکومتي چوکو دکار داجازې نه ورکول شامل دي.

نړيواله ورورولي له طالبانو غوښتنه لري چې  دهغوي دحکومت په رسميت دپيژندو لپاره دې  په ځانګړې توګه  په ښځو بنديزونه ختم او بشري حقونو ته درناوى ولري.

خو طالبان بيا دريځ لري چې په افغانستان کې اوس ښځو ته خپل حقونو په پوره ډول ترلاسه دي اوهغوي دبشري حقونو سرغړونه نه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button