پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پاکستان: دجون په مياشت کې 157 ښځې تښتول شوي،د91 سره جنسي زياتى شويدى

 دانګريزۍ ډان ورځپانې ديو راپور له مخې  دسسټين ايبل سوشل ډيويلپمنټ ارګنازيشن او سينټر فار ريسرچ، ډيولپمنټ او کميونيکيشن له لوري راجوړ کړى شوي راپور له مخې دجون په مياشت کې په ټول پاکستان کې لږ ترلږه 157 ښځې تښتول شوي،112ؤ باندې بدني تشدد شوى او د91ؤ سره جنسي زياتى شويدى.

  دورځپاڼې په راپور کې ويل شويدي چې   تيره مياشت دکورني تشدد لږ ترلږه 100 پېښې مخې ته راغلي دي.

 همدغه راز دجون په مياشت کې په ټول پاکستان کې خواوشا 180ؤ ماشومانو سره جنسي زياتى شوى او  دبدني تشدد ښکار شوي دي چې پکې  ماشومانو سره دزياتي 93 پېښې، دتښتول کيدو 64 پېښې او دبدني تشدد 37 پېښې شامل دي.

 په پنجاب کې دتښتول کيدو ترټولو زياتې پېښې مخې ته راغلي دي، په 157و پېښو کې لږ ترلږه دجون په مياشت کې 108 پېښې په دغه صوبه کې رامينځته شويدي، همدغه راز په سندهـ کې 22 پېښې رپورټ شويدي او له دې وروستو په خېبرپښتونخوا کې شپږ پېښې مخې ته راغلي دي، په بلوچستان کې دتښتول کيدو  څلور پېښې مخې ته راغلي دي، همدغه شان په اسلام اباد کې په يوه مياشت کې دتښتول کيدو 17 پېښې مخې ته راغلي دي.

په ښځو دبدني تشدد په پېښو کې هم پنجاب ترټولو وړاندې صوبه ده،په 112و پېښو کې 66 په پنجاب، 27 په سندهـو11 په خېبرپښتونخوا او 8 په اسلام اباد کې رامينځته شويدي، په بلوچستان کې  دغه رقم کومه پېښه مخې ته نه ده  رپورټ شوې، دکورني تشدد په 100 پېښو کې لږ ترلږه 68 په پنجاب، 17 په سندهــ،13 په خېبرپښتونخوا او 2 په اسلام اباد کې مخې ته راغلي دي، په بلوچستان کې  دې لړ کې کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې

  دجون په مياشت کې په ميډيا  دجنسي زياتي لږ ترلږه 91 پېښې مخې ته راغلي ، چې پکې يوځل بيا پنجاب کې ترټولو زياتې پېښې مخې ته راغلي چې شميره يې 53 ده، په خېبپښتونخوا کې  دجنسي زياتي دپېښو شميره 16، په سندهـ کې 14 او په اسلام اباد کې شپږ ده، په بلوچستان کې په دغه مهال  دجنسي زياتي دوه پېښې مخې ته راغلي دي.

دجون په مياشت کې دغيرت په نوم  دوژنو دکار په ځايې کې دچيړلو اووه پېښې مخې ته راغلي دي.

په ټول هيواد کې  ماشومانو سره دزياتي 93 پېښې مخې ته راغلي چې پکې په پنجاب کې 36، په خېبرپښتونخوا کې 28، په سندهـ کې 18 او په اسلام اباد کې 6 او په بلوچستان کې پينځه پېښې  مخې ته راغلي دي.

 دجون په مياشت کې په ټول پاکستان کې لږ ترلږه 64 ماشومان تښتول شوي او په 37ؤ بدني تشدد شويدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button