پاکستانمهم خبرونهنړۍ

ايي ايم ايف وايي پاکستان سره يې ديو ارب او 17ؤ کروړو ډالرو معاهده ترسره کړه

 دپاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې( ايي ايم ايف) ترمينځ معاهده ترسره شوې ده دکومې لاندې چې په پاکستان ته ډير زر 1٫17 اربه ډالر ترلاسه شي.

 دزيارت په ورځ په يو ټويټ پيغام کې دخزانې   وزير مفتاح اسماعيل ويلي دي  دپاکستان دپراختيا فنډ اسانتيا  داوومې او اتمې جايزې مکملولو لپاره په  معاهده لاسليک شويدى.

 مفتاح اسماعيل ايي ايم ايف سره معاهدې پورې په رسيدو کې په مرسته او هڅو دوزيراعظم شهبازشريف، دهغه دملګرو وزيرانو او مالياتي ټيم منه ادا کړې ده.

بل اړخ ته پخپله ويب پاڼه يو بيان کې ايي ايم ايف هم ويلي دغه معاهده دانتظامي بورډ په حتمي منظورۍ پسې مشروط ده.

دايي ايم ايف بيان کې ويل شويدي دايي ايم ايف ټيم  داي ايف ايف دمرستې پروګرام  مشترکه اووم او اتمو جايزو لپاره دپاکستاني چاروکو سره دعملې دکچې معاهده ترسره شوې ده، دبورډ منظورۍ پسې مشروط خواوشا يو ارب 17 کروړه ډالر به ورکولى شي  چې ورسره به دپروګرام لاندې ټوله ادايګي خواوشا څلور اربه او 20 کروړه ډالر پورې ورسيږي.

په عين حال کې وزيراعظم شهبازشريف ويلي دي  دايي ايم ايف سره دمعاهدې په نتيجه کې   دمعاشي مشکلاتو څخه دپاکستان دراويستلو لپاره لاره هواره شوې ده.

 وزيراعظم شهباز شريف دايي ايم ايف سره دمعاهدې په ترسره کولو دخزانې دوزير مفتاح اسماعيل دهڅو ستاينه کړې ده.

شهبازشريف ويلي  دمعاهدې بحالۍ لپاره  دبهرنيو چارو دوزير بلاول بوټو په مشرۍ کې  دخارجه وزارت دهڅو ستاينه کوي.

هغه ويلي دي دايي ايم ايف سره دمعاهدې  بحالي دګډ کار غوره مثال دى.

 دپاکستان او ايي ايم ايف ترمينځ دتيرو څو مياشتو راهسې دروانو مذاکراتو کاميابيدو وروستو ددواړو خواو ترمينځ معاهده شوې ده.

 دمعاهدې لپاره به پاکستان ته يو ارب او 17 کروړه ډالر ترلاسه کيږي خو پاکستان ته به په پجټ کې  په ورکړى شوو تګلارو او دبډو رشوتونو مخنيوي لپاره سخت عمل درامد کول وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button