کابل کې وسله والو مشهور ديني عالم مولوي سردار ولي ثاقب وژلى
دسرچينو وينا ده چې ناپيژاندو وسله والوبيګا دزيارت په شپه دجلال ابادښاردنارنج باغ مدرسي مهتمم اومشهورعالم دين مولوي سردار ولي ثاقب په کابل ښارکي په خپل کورکي ووژلو.
بل اړخ ته دافغانستان دکورنيو چارو وزارت هم پخلى کړيدى چې ديني عالم سردار ولي ثاقب دکابل ښار دپنځمې امنيتي حوزې اړوند په ګوتي سنګي سيمه کې نامعلومو وسله والو وژلى دى.
دافغانستان دپژواک خبري ادارې له مخې دکورنيو چارو دوزارت وياند عبدالنافع ټکور ورته پخلى کړى چې مولوي ثاقب تېره شپه پخپل کور کې وژل شويدى او زياته کړې ده چې دهغه دوژنې دڅيړلو په موخه يو پلاوى ټاکل شوى او له څيړنو وروسته به ديادې پېښې په اړه نور جزئيات روښانه شي.
دسرچينو وينا ده دغه ديني عالم دطالبانوله راتګ سره پاکستان تللى و چې څه وخت کيږي بيرته راغلى اوکابل کي اوسيدو، دنوموړي تعلق اهلحديث جماعت سره و دننګرهار دشيرزادو ولسوالۍ دنکړ خيلو سيمې اوسيدونکى و.
سرچينې وايي نږدي داديرش کلونه کيدل چي هغه په جلال ابادښارکښي درس قران کولو، دنارنج باغ په سيمه کې جوړه مدرسه کې هغه ګڼ زده کوونکي لرل.
له دې وړاندې هم په افغانستان کې دسلفيه عقيدي مذهبي مشران وژل شويدي