پاکستانمهم خبرونه

مفتاح اسماعيل وايي پيټرول به هم نن ارزانولى شي

 دخزانې وزير مفتاح  اسماعيل ويلي  پيټرول به هم نن ارزانيږي او دې لړ کې ايي ايم ايف ته هيڅ اعتراض نشته.

 په اسلام اباد  کې ميډيا سره دخبرو په مهال مفتاح اسماعيل وويل  دپيټرولو ارزانولو لپاره به د15مې جولايي انتظار نه شي کولى، دپيټروليم مصنوعات به هم نن ارزانيږي، وزيراعظم  ولس ته سملاسي اسانتيا ورکول غواړي.

 هغه ويلي دپيټرولو ارزانولو سمري ترلاسه شوې ده دې لړ کې ايي ايم ايف ته هم څه رقم اعتراض نته.

 دخزانې وزير  ايي ايم ايف سره په معاهده ترسره کيدو قام ته مبارکي ورکړې او ويلي يې دي قام په سختو فيصلو کې دوزيراعظم شهبازشريف سره ولاړ پاتې شوى، په قامونو مشکلې فيصلې راځي او پاکستاني قام په کړکيچنو پوهيږي، دمشکل وخت تيريدو  وروستو اوس ولس ته داسانتيا ورکولو وخت راغلى دى.

دډان ورځپاڼې ديو راپور له مخې  په بين المللي کچه دتيلو نرخونو کې دکمي له امله په پاکستان کې دپيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د17ؤ روپو څخه د40ؤ روپو پورې دليټر پسر دکمي اندازه څرګندولى شي.

 له دې وړاندې وزيراعظم شهبازشريف  دپيټروليم ډويژن او دتيلو او ګيس منتظمې اتهارټۍ( اوګرا) څخه باضابطه سمري غوښتې وه کومه چې هغه ته ليږل شوې وه.

دخاورو تيلو او لايټ ډيزل ايل په ايکس ډبو نرخ کې په ترتيب سره د30ؤ روپو اؤ 32ؤ روپو دليټر پسر  کمى کيداى شي، دخاورو دتيلو نرخ د231ؤ روپو څخه 20 ليټر پورې  او دايل دي او نرخ 226ؤ روپو ليټر پځايې د194 روپو پورې کميداى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button