پاکستانسیاستمهم خبرونهنړۍ

دسترې محکمې لويه پريکړه: دصدر علوي دمواخذې قرارداد سينيټ کې جمع

 مسلم ليګ(ن) دبې باورۍ دتحريک  په اړه دپخواني ډپټي سپيکر  درولنګ کالعدم ګرځول کيدو په اړه دسپريم کورټ دتفصيلي پريکړې وروستو دتحريک انصاف ګوند سره دتعلق لرونکي صدر عارف علوي څخه دمستعفي کيدو غوښتنه کړې ده.

  دسپريم کورټ دفيصلې  وروستو په هيواد کې يوځل بيا دشپږم ارټيکل په اړه بحث پيل شويدى.

 په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال  دکورنيو چارو وفاقي وزير  رانا ثناء الله  وويل دسپريم کورټ دتفصيلي فيصلې  څخه وروستو اوس  دکابينې  سره ددې معاملې څخه  ډډه کول  ممکن نه دي، نو ځکه دشپږم ارټيکل  کارروايي به مخ په وړاندې بوتلل وي.

 هغه وويل دايين څخه په  اوړيدو  دې  دقامي اسمبلۍ سپيکر   دتحريک انصاف دغړو په ضد ريفرنس جمع کړي  چې دغه شان  اليکشن کميشن دنااهلۍ کارروايي پيل کړي.

 سپريم کورټ  دډپټي سپيکر رولنګ دخپلې اندې نوټي کيس په اړه دشورو په ورځ جاري کړې خپله تفصيلي پريکړه کې ويلي وو دهاغه وخت ډپټي سپيکر قاسم سوري  دبې باورۍ دتحريک په رد کولو سره له ايين څخه اوړيدلى دى.

 په ٨٦ؤ پاڼو مشتمل پريکړه کې عدالت  ويلي  عدالت دعمران خان دحکومت لرې کولو په اړه دبهرني مداخلت ددليل نه مطمين نه دى.

 دسپريم کورټ جج جسټس مظهر عالم ميا خيل اضافي نوټ کې ليکلي  چې پارلمان دې غور وکړي چې په دې معامله ارټيکل شپږم لګول دي که نه؟

 دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله وويل  دسپريم کورټ فيصلې سره   دايين سرلوړي باوري شوې ده  دکوم سره چې دهغه په قول دعمران خان سياست دهميشه لپاره ختم شويدى.

رانا ثناء الله وويل  هغه دعمران خان دنيولو لپاره چمتو دى، هغه چې کوم جرم کړى دکابينې دمنظورۍ وروستو دهغه په ضد مقدمه درج کول او کارروايۍ کيدل پکار دي.

 هغه وويل دسپريم کورټ دتفصيلي پريکړې وروستو دعمران خان او دهغه دملګرو خلاف ډاګيز مواد موجود دي نو ځکه که چرې کابينه منظوري ورکړي نو مقدمې به پرې کووو.

 اخوا دمسلم ليګ(ن) سينيټر افنان الله  خان دصدر عارف علوي دمواخذې قرارداد په سينيټ کې جمع کړيدى.

 بل اړخ ته  دسپريم کورټ په پريکړه خپل غبرګون کې پخواني وزيراعظم او  دپاکستان تحريک انصاف ګوند    مشر  عمران خان ويلي دي   دسپريم کورټ په فيصله   ورته افسوس وشو

 عمران خان   پوښتنه راولاړه کړې ده چې   عدليې دمراسلې تحقيقات  ولې ونه کړ، دتحريک انصاف  مشر په ډيره غازى خان کښې عوامي جلسې ته دوينا په دوران وويل چې  عدليې ويلي چې دمراسلې په اړه تفتيش نه دى شوى، کله چې صدر سترې محکمې ته مراسله وليږله نو چيف جسټس  تحقيقات ولې ونه کړل.

عمران خان   وويل   دپاکستان صدر،سپيکر مراسله چيف جسټس ته ليږلې وه، امريکايى انډرسيکرټرى ډونلډ لو چاته پيغام ورکړى ؤ؟ سپريم کورټ دې  پلټنې وکړي اؤ کميشن دې جوړ کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button