پاکستانمهم خبرونهنړۍ

خېبرپښتونخوا: دوو ضلعو کې ګاډي ژورو کندو ته لويدلي،دښځو په ګډون 14 کسان مړه

 دخېبرپښتونخوا په سوات او مانسهره کې  ددوو ګاډو ژورو کندو ته دپريوتو له امله  ددريوو ښځو په ګډون لږ ترلږه 14 کسان مړه شويدي.

 دسوات په ګبين جبه سيمه کې يو ګاډى ژورې کندې ته پريوتى چې له امله يې 11 کسان مړه شويدي او درې نور ژوبل شويدي.

دريسکيو1122 ډلې دوياند له مخې دپېښې وروستو طبي  ډله په سملاسي توګه دپېښې  ځايې ته رسيدلې ده او ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره  سول روغتون مټې ته رسول شويدي، په پېښه کې  دژوبل شوو  دريوو کسانو حالت هم سخت ښودل کيږي.

 دسرچينو وينا ده دغه پېښه وروستو له هغې رامينځته شوه چې دګاډي بريک فيل شو او له ډرايور څخه بې قابو شو.

 په پېښه کې دمړو شوو کسانو تعلق ديوې کورنۍ سره ښودل کيږي او پيژندګلو يې  دعمران، اکبر شاهو ذاکر ، شفيق خان، عبدالرحمان شعيوب، عمر شاه، جاويد موسي خان او مرادخان په نومونو سره شوې ده.

 دخېبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان پېښه کې په مرګ ژوبله دخفګان څرګندونه کړې ده، وزيراعلي پېښه کې دمړو شوو کسانو لپاره دبخښنې او ژوبل شوو دزر رغيدو دعا کړې ده.

بل اړخ ته  دمانسهرې ضلعې ګړهي حبيب الله کې يو سوزوکى هم ژورې کندې ته پريوتى چې له امله يې ديوې کورنۍ سره تعلق لرونکې درې زنانه مړې شويدي، په پېښه کې پينځه کسان ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره دګړهي حبيب الله روغتون ته وړل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button