افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبانو پنجشير کې دمقاومت جبهې دوه وسله وال وژلي،راپور

طالبان  ويلي دي چې  دافغانستان په پنجشير ولايت په خنج ولسوالۍ کې  دوه وسله وال وژل شويدي

 دافغانستان دپژواک خبري ادارې له مخې  دپنجشير امنيه قوماندان  داد محمد بتار  ورته ويلي  دغه دواړه وسله وال په ډير احتمال له مقاومت جبهې سره تعلق لري.

 دمقاومت جبهې سره تعلق لرونکي دسيمې يو اوسيدونکي پژواک ته ويلي دغه دواړه تيره روځ  طالبانو نيولي وو او وروستو وژل شويدي.

خو دپنجشير امنيه قوماندان بيا دغه ادعا رد کړې او ويلي يې دي دواړه کسان دتېښتې په حال کې وو چې ورته دودريدو وينا شوې وه او دنه ودريدو له امله پرې ډزې شوي او وژل شويدي.

په طالبانو  له دې وړاندې هم تورونه پورې کړى شوي چې په پنجشير کې په غيرقانوني ډول خپل مخالفين ډبولي او وژلي  دي.

 دبشري حقونو نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنيشنل  دجنوبي ايشيا محقق زمان سلطاني په دې وروستيو کې پخپل يو بيان کې ويلي وو  په پنجشير کې دطالبانو له لوري دولسي وګړو په غيرقانوني ډول  دوژلو او نيولو راپورونه ترلاسه کيږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button