مهم خبرونهنړۍ

شام کې دداعش مهم مشر په ډرون بريد کې وژل شويدى،امريکا

 دامريکې ددفاع محکمې ويلي  هغوي  په شام کې  دډرون په يو بريد کې دداعش  يو مشر وژل شويدى،امريکايي سنټرل کمانډ په يو بيان کې ويلي  ماهرال اجل دنهې په ورځ په يو ډرون بريد کې وژل شويدى او يو نامعلوم لوړپوړى مشر سخت ژوبل شويدى.

 امريکا دغه بريد دترک پولې سره نزدې دشام شمال ختيزه سيمه جندارس په خواوشا کې ترسره کړيدى.

 دايسوسي ايټډ پريس له مخې ولسمشر جوبايډن هم په يو بيان کې ويلي په شام کې دداعش يو لويې لارښود له مينځه وړل شويدى او ددغه ډلې دمنصوبه بندۍ توان او په سيمه کې يې دعملياتو اهليت راکم کړى شويدى.

هغه ويلي څنګه چې دفرورۍ په مياشت کې دداعش مشر وژل شوى ، دې سره هاغو ټولو ترهه ګرو ته يو طاقتور پيغام ځي  چې  زمونږ  دوطن او په نړۍ کې زمونږ دګټو لپاره خطره ده.

دامريکا غږ داردو څانګې دراپور له مخې  په واشنګټن کې جوړ تهنک ټينک کارنيګي ايندووومنټ فارانټرنيشنل پيس له مخې دداعش  چې دخپل طاقت په عروج وه نو په څلوېښت زره مربعه ميله سيمه يې قبضه لرله چې پکې دشام او عراق ګڼې سيمې شامل وې  او په دغو سيمو کې 80 لکه ابادي وه.

 دداعش په ضد داوسني بريد څخه څو مياشتې دمخه  ددغه ډلې مشر ابو ابراهيم الهاشمي القريشي دامريکايي ځواکونو دعملياتو په مهال ځان وژلى و، امريکا ويلي وو القريشي  په چاودنې کولو سره ځان او دکورنۍ نور خلک وژلي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button