دسري لنکا ولسمشر دفضايې په الوتکه کې له هيواده تښتيدلى
دسري لنکا ولسمشر ګوتابايا راجاپکسى له مستعفي کيدو پرته له هيواد څخه په تېښته کې بريالى شويدى او مالديپ ته تللى دى.
دنړيوالې خبري ادارې رايټرز له مخې دچارواکو وينا ده ولسمشر پکسى دشورو په ورځ دخپلې کورودانې او دوو ساتونکو سره دفضايې په الوتکه کې هيواد پرېښى او تللى دى.
دحکومتي سرچينو له مخې ولسمشر پکسى ته دنزدې حلقو وينا ده تښتيدلى ولسمشر دا مهال دمالديپ پلازمېنه مالي کې موجود دى او دمهاجرت دچارواکو وينا ده دقانون له مخې ولسمشر دهيواد پريښودو څخه نه شي منعې کيداى.
له دې وړاندې دګل او نهې په مينځ شپه دسري لنکا ولسمشر متحده عرب اماراتو ته دتېښتې ناکامه هڅه کړې وه خو په هوايي اډه دمهاجرت چارواکو سره له تکرار وروستو هغه دهوايي اډې سره نزدې پوځي اډې ته تللى و.
په سري لنکا کې داقتصادي کړکيچ له امله دتيرو څو مياشتو راهسې داحتجاجونو لړۍ روانه ده.
دچارواکو وينا ده چې دخالي په ورځ دزرګونو په شمير کې مظاهره چيان په پلازمېنه کولمبو کې دولسمشر دکور څخه تاو شوي وؤ دکوم وروستو چې هغه دوبئ ته دتللو پريکړه کړې وه.
بل اړخ ته ددغه هيواد وزيراعظم رانل وکراماسنګى دوړاندې څخه دخپلې چوکۍ څخه دمستعفي کيدو وړاندېز کړيدى، دسري لنکا دايين له مخې که چرې وزيراعظم هم دخپلې چوکۍ څخه مستعفي شي نو په دغسې حال کې به دپارلمان اسپيکر مهنداياپاابي وردنا موقتي ولسمشر جوړ شي او هغه به تر هاغه وخته پخپلې دې چوکۍ ناست وي ترڅو چې دنوي ولسمشر ټاکنه نه وي شوې.