پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان : دهدفي وژنې په يوه بله پېښه کې يو بلدياتي استازى وژل شويدى

 شمالي وزيرستان کې دهدفي وژنې يوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې پکې په ميرعلي سيمه کې يو بلدياتي استازى په ډو وژل شويدى.

دسيمه ييزو پوليسو وينا ده چې دشمالي وزيرستان دميرعلي په عيدک کلي کې  تيره ورځ  دنامعلومو وسله والو له لوري ډزې شويدي چې له امله يې  دملک مرتضي په نوم دجمعيت علما اسلام سره تعلق لرونكى يو بلدياتي استازي  وژل شويدى.

 دسرچينو وينا ده چې ملک مرتضي دوي سي ټو عيدک څخه دجمعيت علماء اسلام چيرمين و.

دپوليسو وينا ده چې دپېښې پلټنې يې پيل کړيدي.

 په شمالي وزيرستان کې   دتيرې څه مودې راهسې امنيتي وضعه پرله پسې دخرابيدو اړخ ته روانه ده.

دپاک فوځ له لوري جاري کړى شوي يو بيان له مخې دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې  امنيتي ځواکونو سره په يوه نښته کې څلور ترهه ګر هم وژل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button