مهم خبرونهنړۍ

سري لنکا کې ګډوډى:دولسمشر ګوتاباياراجاپکسى هيواد څخه دتېښته هڅه ناکامه

 دسري لنکا د ولسمشر ګوتابايا راجاپکسى  دهيواد څخه دتېښتې هڅه  په هوايي اډه عملې ناکامه کړې ده.

 دنړيوالې خبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې  سري لنکا کې اقتصادي  کړکيچ له امله دپيدا شوي اړي ګړي دصورتحال په نظر کې نيولو سره  ولسمشر ګوتابايا  ولس سره دشورو په ورځ  په باقاعده توګه  دخپلې چوکۍ څخه دمستعفي کيدو  لوظ کړى و، خو دنهې په سحر وختي هغه دهيواد پريښودو او  متحده عرب اماراتو ته دتېښتې هڅه کړې  خو دهغه دغه تېښته په هوايي اډه عملې ناکامه کړې ده.

 دچارواکو وينا ده چې په دمهاجرت دعملې  او صدر ګوتابايا ترمينځ تکرار شويدى  دکوم وروستو چې ولسمشر  څو ګينټې په هوايي اډه کې تيرې کړيدي.

 دچارواکو وينا ده چې  دخالي په ورځ دزرګونو په شمير کې  مظاهره چيان  په پلازمېنه کولمبو کې  دولسمشر دکور څخه تاو شوي وؤ دکوم وروستو چې هغه دوبئ ته دتللو پريکړه کړې وه.

ګوتاباياراجاپکسى ته صدارتي استثنا ترلاسه ده نو ځکه هغه دخپلې چوکۍ څخه دمستعفي کيدو څخه دمخه بهر هيواد ته دتللو خواهش لري  ترڅو هغه دممکنه نظربندۍ څخه بچ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button