پاکستانمهم خبرونه

مردان کې وسله والو په ډزو پوليس عسکر وژلى

 دخېبرپښتونخوا  په مردان سيمه کې  دوسله والو په ډزو يو پوليس عسکر شهيد شويدى.

 دپوليسو وينا ده چې دشپې په مهال  په ساده جامو کې   دوو پوليس عسکرو دکاټلنګ بابوزيي   کې په يو هوټل کې  ډوډۍ خوړه چې په دغه مهال پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې پيل کړې چې له امله يې   دوه پوليس عسکر 25 کلن عطاء الله او 30 کلن عنايت  سخت ژوبل شول چې  دعلاج لپاره  دمردان ايم ايم سي ته ورسولى شول چې پکې يو پوليس عسکر ساه ورکړې ده.

په پوليسو دترسره شوي دغه بريد ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې.

 دځينو سرچينو وينا ده   دژوبل شوو پوليس عسکرو شميره درې  ده چې پکې يو ايس ايچ او  دهغه ګن مين  هم شامل دى.

 دپوليسو وينا ده چې دډزو له پېښې وروستو وسله وال په تېښته کې بريالي شويدي چې دلټون لپاره يې عمليات روان دي.

په دې وروستيو کې  دخېبرپښتونخوا دجنوبي او شمالي وزيرستان، ډيره اسماعيل خان او بنو په ګډون په بيلا بيلو سيمو کې  دوسله والو له لوري بريدونو کې چټکتيا راغلې ده.

بل اړخ ته دخېبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان مردان کې په پوليسو  دبريد غندنه کړې ده او ويلي يې دي  پېښه کې ککړ عناصر به خپل انجام ته رسولى شي.

 پخپل يو بيان کې وزيراعلي محمودخان ويلي دي په  پوليسو بريد يو بزدلانه عمل دى، وزيراعلي پوليس چارواکو ته دپېښې دپلټنو او راپور وړاندې کولو امر کړيدى.

بل اړخ دپوليسو وينا ده چې  ته دکوهاټ ځنګل خېل سره نزدې  دډزو په يوه پېښه کې يو تن وژل شويدى او يو بل ژوبل شويدى

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button