پاکستانمهم خبرونه

خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ټريفکي پېښې،10 کسان مړه،25 ژوبل

د  بلوچستان او دخېبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې داختر په موقعه رامينځته شوو بيلا بيلو ټريفکي پېښو کې 10کسان مړه او 25 نور ژوبل شويدي

  دسرچينو وينا ده چې  دخېبرپښتونخوا  ددير بالا طورمنګ سيمه کې  يو ګاډى  ژورې کندې ته پريوتى چې له امله يې  ديوې کورنۍ درې کسان مړه او 15 نور ژوبل شويدي.

 سرچينو ويلي  کوم ګاډى چې  کندې ته پريوتى په هغې کې ناست خلک داختر په موقعه   درشته دارو کره روان وؤ چې ددغه پېښې ښکار شول، دمړو شوو کسانو تعلق دبره دير الماس سره دى څوک چې په پلرنۍ سيمه کې خاورو ته سپارل شويدي.

په عين حال کې  دصوابۍ انبار انټرچينج سره نزدې په پېښور موټروى په يو ګاډي اورلګيدلى چې له امله يې  درې کسان سوځيدلي او مړه شويدي.

 دريسکيو1122 سرچينو له مخې  دپېښې وروستو سيمې ته امدادي ډلې رسيدلي، اور يې وژلى اوروغتيايي ټيم  دګاډي څخه ددريوو مړو شوو کسانو مړي راويستلي او په ايمبولينس کې يې روغتون ته وړيدي.

 دسرچينو وينا ده کې په  بلوچستان کې په چمن لويه لاره دشيله باغ سره نزدې يو تيزرفتاره ګاډى بې قابو شوى او اوړيدلى دى چې له امله يې څلور کسان ژوبل شوي او ١٠ نور ژوبل شويدي چې دعلاج لپاره کوټې ته رسول شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button