افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دهلمند باغران ولسوالۍ کې دکولرا ناروغۍ له امله 20 ماشومان مړه شويدي

دطالبانو وينا ده چې  دهلمند په باغران ولسوالۍ کې دکولرا ناروغۍ له امله خواوشا 20 کسان مړه شويدي.

 دافغانستان داطلاعاتو دمحکمې  مرستيال ډايريکټر  مولوي  محمد قاسيم رياض  پژواک خبري ادارې سره په خبرو کې ويلي  په تيرو دووو ورځو کې دکولرا ناروغۍ له امله له 120ؤ څخه زيات ماشومان   اغيزمن شويدي چې پکې 20  مړه شويدي.

 دهلمند ولايت دعامې روغتيا رياست دمسوولينو وينا ده چې باغران ولسوالۍ ته ګرځندويه روغتيايي ډلې استول شوي  او هغوي دناروغانو درملنه پيل کړې ده.

 دروغتيا دمحکمې مرستيال ډايريکټر نقيب الله فاتح له مخې روغتيايي ډلې په سيمه کې خلکو ته ددغه ناروغۍ په اړه خبرتيا هم ورکوي او زياته کړې ده چې په سيمه کې  دکولرا ناروغۍ دمخنيوي لپاره  دغيردولتي  ادارو مرستې ته اړتيا ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button