افغانستانمهم خبرونه

اروزګان کې سيلابونو 23 کسان وژلي دي

داروزګان ځايي مسوولينو وينا ده ددې ولايت په څلورو ولسواليو کې  دسيلابونو له امله 23 کسان مړه شويدي او ددې نه علاوه خلکو ته مالي زيانونه هم اوښتي دي.

 دافغانستان دپژواک خبري ادارې له مخې  داروزګان دوالي وياند مولوي پوهنيار   ورته ويلي  دا سيلابونه  په چورې، خاص اروزګان، چنارتو او ګيزاب ولسواليو کې راغلي دي او زياته کړې يې ده چې سېلابونو  په دغو ولسواليو  کې داستوګنې سلګونه کورونه  او زرګونه جريبه ځمکه  ويجاړه کړې ده،سېلابونو 23 کسان وژلي چې پکې 8 کسان په چنارتو ولسوالۍ،9 په ګېزاب ولسوالۍ کې 8 او په چورې ولسوالۍ کې 6 کسان مړه شويدي.

 دولايت مقام وياند ويلي په مړو شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي خو دهغوي کره شميره يې نه ده په ډاګه کړې.

دچورې ولسوالۍ يو اوسيدونکي نعمت الله ويلي  سيلابونو دخلکو کورونه او ولاړ فصلونه وړيدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button