افغانستانمهم خبرونهنړۍ

افغانستان: په لمونځ ګزارو دډزو اوګاز دډبې چاودنې له امله 2 کسان وژل شوي،8 ژوبل

 دافغانستان په هلمند ولايت کې يو وسله وال په لمونځ ګزارو ډزې کړيدي چې له امله يې يو تن وژل شوى او درې نور ژوبل شويدي.

دافغانستان پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې  دهلمند داطلاعاتو او فرهنګ رئيس حافظ  راشد  په دې اړه وويل دغه پېښه  دمرکز لښکرګاه دشپږمې امنيتي حوزې اړوند په ګاريز سيمه کې مخې ته راغلې ده.

 هغه ويلي  نويداحمد نومې وژونکي  دخپل ورور او يو بل تن په همکارۍ  دماسخوتن لمونځ په مهال په ځينو خلکو ډزې کړيدي چې له امله يې يو تن وژل شوى او درې نور ژوبل شويدي.

 سيمې ته امنيتي ځواکونه رسيدلي خو وژونکى په تېښته کې بريالى شويدى.

بلخوا  افغان چارواکي وايي  دپکتيکا دزروبي ولسوالۍ  په زړه کلا کې  دګاز دډبې چاودنې له امله يو تن وژل شوى او پينځه نور ژوبل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button