پاکستانمهم خبرونه

چارسده کې له پټو څخه دڅلور کلنې ماشومې ذبح شوى مړى ترلاسه شو

 دخېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې دپوليسو وينا ده چې دپړانګ تاڼې  په حدودو کې د پټو څخه ديوې څلور کلنې ماشومې ذبح شوى مړى ترلاسه شويدى.

 دپوليسو له مخې  دغه ماشومه نامعلومو کسانو په کومې تيرې آلې سره ذبح کړې ده او وروستو يې دهغې مړى په پټو کې غورځولى دى.

 بل اړخ ته دماشومې دپلار ويلي  دمريم په نوم دا څلور کلنه ماشومه تير ماښام  دشاه بړه معتبر کورونه  څخه ناڅاپي بې درکه شوې وه دکوم وروستو چې هغوي په جوماتونو او ټولنيزه ميډيا هم دهغې دبې درکه اعلانونه شوي وؤ خو ماشومه نه وه ترلاسه شوې او نن سحر دهغې مړى دنزدې پټو څخه ترلاسه شويدى.

دپوليسو وينا ده چې دماشومې مړى درځړ سيمې دماشومانو روغتون ته وړل شويدى.

 دخېبرپښتونخوا دمردان او چارسدې په ګډون له دې وړاندې هم  دماشومانو دوژنې او   ورسره دزياتي پېښې مخې ته راغلي دي په کومو چې  د  ولس او حکومت له لوري دغم او خفګان څرګندونه  شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button