افغانستانمهم خبرونه

زابل کې ټريفکي پېښې،169 کسان ژوبل

  دافغانستان دزابل  روغتيايي مسوولينو وينا ده چې  ددې ولايت په مرکز کلات او شاه جوي ولسوالۍ کې نن  د ټريفيکو پېښو له امله 40 کسان ژوبل شوي او په مجموعي ډول دټريفکي پېښو له امله  داختر دپيل کيدو څخه تر دې مهاله 169 کسان ژوبل شويدي.

 دافغانستان دپژواک خبري ادارې وينا ده دولايتي روغتون سر طبيب  ډاکټر نذير حريفال  دوي ته ويلي په مرکز کلات کې دټريفکي پېښو له امله 25  ژوبل شوي کسان روغتون ته وروړل شويدي چې  پکې ماشومان هم شامل دي.

همدغه راز هغه ويلي تيره ورځ هم روغتون ته په ټريفکو پېښو کې ژوبل شوي 47 کسان وروړل شوي وؤ او زياته کړې يې ده چې زياتره کسان دموټرسايکلو  دټکر له امله ژوبل شويدي.

اخوا دکابل-قندهار په لويه لاره دپرتې ولسوالۍ شاه جوي روغتيايي مسولينو وينا ده په دغه ولسوالۍ کې نن 15 کسان په ټريفکي پېښو کې ژوبل شويدي.

تيره ورځ هم په دغه  ولسوالۍ کې په ټريفکي پېښو کې 17 کسان ژوبل شوي وؤ چې په مجموعي ډول داختر په دريوو ورځو کې  دغلته 95 کسان ژوبل شوي و روغتون ته وړل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button