پاکستانمهم خبرونه

پاکستان کې لويې اختر په مذهبي جوش او جذبې سره نمانځل کيږي، دوزيراعظم قام ته مبارکي

په ټول پاکستان کې  دلويې اختر لمړۍ ورځ نن په مذهبي جوش او جذبې سره نمانځل کيږي. په جوماتونو کې   او لويو عيدګاه ګانو کې دلويې اختر دلمونځ ادا کولو وروستو دملک او قام دترقۍ او پرمختګ لپاره ځانګړې دعاګانې کولى شي دکوم وروستو چې ولس دسنت ابراهيمي په ياد تازه کولو سره دڅارويو قربانۍ ورکوي.

بل اړخ ته وزيراعظم شهبازشريف  داختر په ورځو کې دصفايۍ دانتظاماتو باوري کولو امر کړيدى.

 وزيراعظم پخپله مشرۍ دلوړې کچې غونډه کې  دولسي اسانتياوو دګامونو او اختر په ورځو کې دصفايۍ  دنظام جاج اخستى دى.

وزيراعظم ته دصفايۍ انتظاماتو په اړه  حال احوال تيرکړى شويدى.

په دې موقعه وزيراعظم وويل  دواسا چارواکي دې دپشکال بارانونو په مهال  دنالو صفايي باوري کړي.

 وزيراعظم په مري کې  دسيلګرو دراتګ په مهال دټريفک روانۍ برقراره ساتلو لپاره دتګلارې  جوړولو امر کړى او ويلي يې دي  داختر په ورځو کې دې  دباره کهو څخه مري پورې ويړيا شټل سروس وچلولى شي.

په عين حال کې  وزيراعظم شهبازشريف ويلي دي داختر په موقعه بايد دباران او سيلابونو له امله ځپلي کسان هير نه کړى شي.

 وزيراعظم شهبازشريف  دپاکستان په ګډون ټول امت مسلمه ته دلويې اختر مبارکي ورکړې ده او  دهغوي لپاره يې دنيکو خواهشاتو څرګندونه کړې ده، وزيراعظم ويلي  ديتيمانو، کونډو او بې وسو په مرستې کولو مونږ  ددې لويې ورځې حق ادا کولى شو.

 وزيراعظم ويلي  بايد دمشکلاتو او مصيبتونو ښکار وروڼو او خويندو مرستې ته پام وګرځولى شي.

هغه ويلي  دلويې اختر په موقعه  دې  ولس  دکورونا په احتياطي تدابيرو عمل وکړي، دقربانۍ دباقياتو ځايې ته رسولو لپاره دې اړونده ادارې  په چټکتيا سره فرايض ترسره کړي.

په ډاګه دې وي چې  دسعودي عرب، افغانستان او متحده عرب اماراتو ترڅنګ دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور او قبايلي سيمو په ځينو برخو کې دخالي په ورځ داختر  لمړۍ ورځ نمانځل شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button