اشرف غني وايي وحشتناکه ده چې ولس په لوږه کې دى
پخپله فيسبوک پاڼه داختر په غږيز پيغام کې اشرف غني ويلي علم او پوهه داسلامي ارکانو اسلامي فلسفې او اسلامي علومو او ستر تمدن دبرياليتوب اساس دى، علم فرض دى او په اسلام او شريعت کې څو څو ځلې پرې ټينګار شويدى.
په داسې حال کې چې طالبان اوس هم جينکۍ ښوونځيو ته نه پريږدي، اشرف غني ويلي ټولو نړيوالو تجربو ښودلې ده چې دجينۍ تعليم پينځه نسله بدوي او ويلي يې دي رسول الله(ص) فرمايلي علم ولټوي حتي که په چين کې وي.
هغه ويلي دانفجار او انتحار بدعت بايد نور ختم شي، جبر بايد نور بند شي، جبر په افغانستان کې دثبات لامل نه شي ګرځيدلى.
اشرف غني ويلي ټولۍ نړې ته دعدالت او قانون غوره مثال دپيغمبر(ص) هغه اساسي قانون دى چې په مدينه کې يې عملي کړو.
پخواني ولسمشر ويلي نن وحشتناکه ده چې ولس په لوږه کې دى خو دافغانستان اساسي شتمنۍ دهغو پېسو په بدل کې صادريږي چې هره ورځ خپل تجارتي ارزښت دلاسه ورکوي.