افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

افغانستان او دخېبرپښتونخوا ځينو برخو کې نن داختر لمړۍ ورځ لمانځل کيږي

  که يو اړخ ته په ټول پاکستان کې داتوار په ورځ لوئې اختر نمانځل کيږي نو بل اړخ ته دسرښار پېښور ترڅنګ دخېبرپښتونخوا  دقبايلي سيمو په ځينو برخو کې  دخالي په ورځ  داختر  وړومبۍ ورځ نمانځل شوې ده .

 سرښار پېښور،ضلع مهمند، باجوړ او  خېبر په مختلفو برخو کښې  دخالي په ورځ په جوماتونو اؤ عيدګاهو کښې  خلقو داختر لمونځونه ادا کړيدي اؤ اؤ وروستو ئې دسنت ابراهيمي په ياد تازه کولو سره دڅاروؤ قربانۍ هم ورکړيدي.

  دضلع مهمند، باجوړ او خېبر  په اکثرو سيمو کښې به سبا دحکومت سره باضابطه اختر نمانځلے شي.

بل اړخ ته  په پېښور کښې  افغان مهاجرينو دخالي په ورځ داختر لمونځ ادا کړے دے، داختر  دلمونځ لويه اجتماع په تاج اباد کښې ترسره شوې ده چې پکې په ګڼ شمير کښې افغان مهاجرينو ګډون کړے دے.

داختر دلمونځونو وروستو دپاکستان اؤ افغانستان  پشمول په ټوله نړۍ کښې دامن لپاره خصوصي دعاګانې وغوښتل شوې.

 بلخوا  دسعودي عرب  او افغانستان په ګډون په بيلا  هيوادونو کې نن دخالي په ورځ دلويې اختر لمړۍ ورځ نمانځل کيږي.

مکه مکرمه او مدينه منور کې داختر دلمونځونو لويو اجتماعاتو کې دلکونو په شمير کې مسلمانانو برخه اخستې او وروستو يې دسنت ابراهيم په ياد تازه کولو سره دڅاروؤ قربانۍ ورکړيدي.

 په متحده عرب اماراتو  او نورو خليجي هيوادونو کې هم نن  دلويې اختر لمړۍ ورځ نمانځل شوې ده، ددې ترڅنګ برطانيه، امريکا او نورو اروپايي هيوادونو کې هم نن داختر لمړۍ ورځ نمانځل شي، په هند، ترکي او نورو هيوادونو کې هم نن په مذهبي جوش او جذبې سره داختر لمړۍ ورځ نمانځل کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button