مهم خبرونه

دسري لنکا په صدارتي محل دمظاهره چيانو بريد

 داقتصادي کړکيچ ښکار هيواد سري لنکا پلازمينه کولمبو کښې  په زرګونو مظاهره چيانو دخالي په ورځ دپوليسو سره له نښتو وروستو  خنډونه لرې کړي او په صدارتي محل يې بريد کړيدى.

 دخبري ادارې اى ايف پي دراپور له مخې مظاهره چيانو دسري لنکا قامي بيرغونه نيولي وو او صدارتي محل ته داخل شوي، دوي غوښتنه کړې چې صدر ګوټاباياراجاپاکسى دې مستعفي شي، څوک چې له دې وړاندې  دخپلې حکومتي ودانۍ څخه وتلى و.

 دغه احتجاج   په اقتصادي او سياسي کړکيچ کې په راګير دغه هيواد کې  ترټولو لويې حکومت مخالفه مارچ څخه يو ګڼل کيږي.

  ددفاع دوزارت دوو سرچينو خبري ادارې رايټرز ته ويلي  صدر ګوټابايا راجا پاکسى دخالي په ورځ دترسره کيدونکي حکومت مخالفه لاريون څخه دمخه  دهغه دحفاظت په نظر کې نيولو سره دجمعې په ورځ له صدارتي محل څخه بل ځاې ته  بوتلل شوى و.

 په صدارتي مل کې دننه په فيسبوک لايو سټريمنګ دسلګونو په شمير کې مظاهره چيان ليدل شويدي چې پکې  يو شمير دمحل په کوټو او لارو کې دراجا پاکسى په ضد  نعرې وهلي دي.

 دصدارتي محل څخه بهر هم دسلګونو په شمير کې مظاهره چيان موجود وؤ، خو هلته کوم امنيتي عسکر په نظر دى راغلى.

 دروغتون سرچينو رايټرز ته ويلي په تازه نښتو کې  ددوه پوليس عسکرو په ګډون لږ ترلږه 21 کسان ژوبل شويدي چې روغتون ته وړل شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button