پاکستانمهم خبرونهنړۍ

بلوچستان کې دبارانونو له امله تراوسه 57 کسان مړه،په سلګونو کورونه ړنګ

 بلوچستان کې دلمړۍ جولايي څخه پيل شوې دبارانونو لړۍ تراوسه دوامداره ده چرته چې  په سلګونو کورونه ړنګ او په بيلا بيلو پېښو کې  دمړو شوو کسانو شميره 57و ته رسيدلې ده.

دبلوچستان په ضلع قلات، خضدار، اواران، تربت، قلعه سيف الله، لسبيله، کوژک ټاپ، چمن او دکوهلو په ګډون په ګڼو سيمو کې طوفاني بارانونه وريدلي دي

  دصوبايي ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټۍ  له مخې دبلوچستان په بيلا بيلو ضلعو کې په دمې دمې سره دباران لړۍ دوامداره ده، مختلفو پېښو کې تراوسه 57 کسان مړه شويدي او 48 نور ژوبل شويدي.

  دصوبايي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ له مخې دطوفاني بارانونو له امله 670 کورونو ته زيان رسيدلى او 436 څاروي هم  مړه شويدي.

د پي ډي ايم اى چارواکو ويلي  دباران له امله په ټوله صوبه کې 12 ډيمونه اغيزمن شويدي چې پکې 3 ډيمونو کې ددرز پيدا کيدو له امله اوبه ښاري سيمو ته داخلې شويدي.

 هغوي ويلي په لورالايي کې دشيرخان ډيم ماتيدو له امله شپږ کسان  بې درکه شويدي چې دلټون لپاره يې  عمليات دوامداره دي.

همدغه راز پشين او تربت کې دډيم ماتيدو له امله سيلابي وضعيت پيدا شويدى او  اوبه ابادۍ ته داخلې شويدي خو دڅه رقم زيان خبر نه دى ترلاسه شوى. دباران له امله دکوټې ګڼې سيمې دتيرو څلورو ورځو راهسې دبجلۍ څخه محرومې دي، په دغو سيمو کې نوحصار، مشرقي بايي پاس او نوى کلى شامل دي.

 دپي ډي ايم اى وينا ده اسلام اباد، کشمير، سوات، مانسهره، کوهات، ميانوالي، سرګودها، ايبټ ابادو  هري پور، پېښور، نوښار، کرمه، جيکب اباد، جهلم، سيالکوټ، لاهور، مري، پينډۍ، اټک، اوکاړه، ساهيوال، جهنګ، چکوال، حافظ اباد، منډي بهاوالدين، کوهستان، ګليات او په مردان کې دتيز باران وريدو امکان دى، دغه لړۍ به  تر 12مې جولايي پورې دوامداره وي.

 دبلوچستان صوبايي حکومت دمړو شوو کسانو لپاره  ديو تن پسر دهغوي غمځپلو کورنيو ته دپينځه لکو روپو ورکولو اعلان کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button