عمران خان وايي پي ډي ايم او اسټېبلشمنټ منصفانه ټاکنې نه غواړي
پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف مشر عمران خان يوځل بيا په ټاکنو کې ددرغلۍ د تيارۍ تور پورې کړيدى او ويلي يې دي هغه ويره لري چې نه خو پي ډي ايم او نه هم اسټيبلشمنټ منصفانه ټاکنې غواړي.
دپنجاب اسمبلۍ 20 چوکۍ دپي ټي ايي دغړو داوړيدو له امله خالي شوې وې په کومو چې ضمني ټاکنې په 17مه جولايي ترسره کيدونکي دي او دعمران خان په ګډون دتحريک انصاف مشران په دغو ضمني ټاکنو کې په حکومت او اسټيبلشمنټ ددرغلۍ دتيارۍ تورونه پورې کوي.
عمران خان ديوې ويب پاڼې دخبر په دوباره ټويټ کولو سره ليکلي، دپتن دې رپورټ يوځل بيا ثابت کړې ده چې تر شرمناکه حده متعصب او کنټرولډ دټاکنو کميشن پشان دې دواړو مجرمانو مافيا کورنيو داليکټرانک ووټنګ مشين مخالفت ولې کړى.
عمران خان ليکلي داليکټرانک ووټنګ مشين دلارې په پاکستان کې ددرغلۍ په 163و طريقو کې له 130ؤڅخه نجات ترلاسه کيداى شي.
هغه دا هم ليکلي چې ” زه ويره لرم چې دپي ډي ګوندونه، چې دکلونو په رياضت سره يې ددرغلۍ په فن کې کمال مهارت ترلاسه کړى، ازادانه او منصفانه ټاکنې نه غواړي او نه هم زمونږ واکمن اسټيبلشمنټ”
په ډاګه دې وي چې له دې وړاندې عمران خان په پارلمان کې دخپل حکومت په ضد دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ تحريک هم هم دامريکې او مخالفو ګوندونو يو ګډ سازش ګرځولى و، خو دپاکستان پوځ ، مخالفو ګوندونو او امريکا له لوري دهغه دغه تورونه رد کړى شويدي.