افغانستانپاکستانمهم خبرونهنړۍ

دحج په خطبه کې دکرکې څخه په ډډې کولو ټينګار وشو

شيخ محمد بن عبدالکريم  دحج خطبې  په مهال  دټولې نړۍ په مسلمانانو غږ کړيدى چې داسلامي اقدارو تقاضا ده پايد کوم څيز دنفرت سبب ګرځي له هغې څخه ډډه وکړى شي.

 په مسجد نمره کې دحج دخطبې ورکولو په مهال  شيخ محمد بن عبدالکريم وويل  خداې پاک دتقوي اختيارولو بيا بيا وينا کړې ده، تقوي اختيارونکى دالله پاک قربت ترلاسه کوي  او خداې پاک فرمايلي چې دمتقي لپاره  دجنت زيرى دى.

 هغه ويلي ترټولو لويې نعمت توحيد دى، خلکو يواځې دخداې عبادت وکړئ  چاچې ستاسو لپاره ځمکه او اسمان پيدا کړي، دنړۍ مسلمانانو له الله وويريږئ ځکه دالله پاک څخه په ويريدو کې کاميابي ده.

 ده وويل   ټول انسانان دادم عليه السلام  اولاد دى او ادم له خاورې جوړ و، دانسانيت قدر په مسلمانانو لازم دى.

 ده وويل ستاسو مصيپت دالله پاک څخه سيوا بل څوک نه شي لرې کولى، داخرت کاميابي هم يواځې دالله پاک  داحکاماتو په منلو کې ده.

 دحج په خطبه کې شيخ محمد بن عبدالکريم وويل  حج داسې ادا کړئ څنګه چې نبي کريم(ص) ادا کړى، الله پاک چې دکومو څيزونو څخه دبچ کيدو وينا کړې  که چرې مونږ له هغې څخه بچ شو نو زمونږ حج به قبول شي.

  هغه وويل  دالله پاک درحمت  څخه يواځې هاغه څوک مايوسه کيږي  چې بې لارې شوى وي.

 ده وويل مسلمانانو دالله پاک څخه سيوا بل څوک معبود نشته، هغه يواځې دى، دالله هيڅوک شريک نشته، هغه خپله وعده پوره کړې ده، الله پاک دخپل بنده رسول الله(ص) مرسته کړې او دخداې پاک ارشاد دى چې  ټول انسانان يې له يو سړي او ښځې څخه زيږولي.

 دخداې پاک په نظر دعزت والا هاغه څوک دى چې زيات ويريږي.

 دهغه وينا وه په قران پاک کې الله پاک فرمايي چې عربي ته په عجمي او عجمي ته په عربي هيڅ فوقيت ترلاسه نه دى، نه سپين له تورڅخه افضل دى او نه تور له سپين څخه ، که دالله پاک سره دبزرګۍ او فضليت کوم معيار دى نو هغه تقوى ده.

هغه وويل  دالله پاک فرمان دى کله راته غږ وکړې نو دځان سره نزدې به مې ومومې.

هغه وويل دخلکو وينه، مال او عزتونه په يو بل حرام کړى شويدي، هر مسلمان دبل مسلمان ورور دى او ټول پخپل مينځ کې وروڼه دي.

هغه وويل رسول الله(ص) فرمايلي په هره معامله کې له حکمت څخه کار واخلئ، رسول الله(ص) فرمايلي چې دخپلو غلامانو خيال وساتئ او په غلامانو هاغه څه وخورئ څه چې پخپله خورئ، رسول الله(ص) فرمايلي تاسو دځمکې په خلکو رحم وکړئ الله به په تاسو رحم وکړي

 الله پاک دخپل موروپلار سره دښيګړې دلارې خپلولو حکم کړيدى، اسلام دورورولۍ درس ورکوي، دالله پاک حکم دى چې دوالدينو څخه وروستو درشته دارو سره ښه رويه خپله کړي، ترټولو غوره انسان هاغه دى چې دخير په لاره روان وي، الله فرمايلي که انسان وي او که څاروى، دټولو سره درحمت معامله وکړئ، امت له پکار دي چې ديو بل سره دشفقت معامله وکړي، دالله پاک رحمت  نيکۍ کوونکو ته نزدې دى.

 هغه وويل که دالله پاک فضل نه وى نو ټولو به دشيطان اتباع کړې وه، شيطان به ستاسو دبې لارې کولو هڅه کوي ، هر هر انسان څخه به دهغه اعمالو حساب اخستل کيږي، دهاغو خلکو لپاره زيرى دى چې  په نيک کار کې چټکتيا کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button