مهم خبرونهنړۍ

دجاپان پخوانى وزيراعظم شينزو ايبى ووژل شو

 دجاپان پخوانى وزيراعظم شنزو ايبى دجمعې په ورځ په يو قاتلانه بريد کې وژل شويدى.

 له دې وړاندې شنزو ايبى  نارا سيمه کې  دانتخابي مهم په مهال  قاتلانه بريد کې  سخت ژوبل شوى او حالت يې تشويشناک ښودل کيدو.

 دخبري ادارې  ايسوسي ايټډ پريس له مخې شينزو ايبى هاغه وخت په نخښه کړى شوى  کله چې هغه دانتخابي مهم لړ کې نارا ښار کې يوې دستورې ته وينا کوله.

 دبريد وروستو پوليسو يو مشکوک تن هم دپېښې له ځايې څخه  نيولى او وسله يې ترې ترلاسه کړې ده.

 يوې عيني شاهدې ښځې  نشراتي ادارې اين ايچ کى ته وويل شنزو ايبى وينا کوله چې په دغه مهال يو تن  دهغه شاته رامخامخ شو، دهغې په  وينا لمړى يو داسې غږ واوريدل شو لکه څنګه چې ديو ګوډاګي غږ وي  خو ددغه غږ له امله پخوانى وزيراعظم  په ځکمه نه   دى راغورځيدلى، په دوهم ځل چې دغه غږ راغى نو ډير تيز و دکوم وروستو چې  په سيمه کې  دختو په حال کې لوګى ليدل شوى و.

 ددغه زنانه په وينا دټوپک ددوهم غږ اوريدل کيدو وروستو هلته موجود  کسان دشنزو ايبى څخه چاپيره راټول شول  او هغه تر هاغه وخته په ځمکه راپريوتى و.

 دشنزو ايبى  واکمن ګوند لبرل ډيموکريټک ګوند سرچينو جي جي   خبري ادارې ته ويلي  کله چې شنزو ايبى په ځمکه راپريوتو نو دهغه له مرۍ څخه وينه بهيده.

له دې وړاندې دجاپان  دوزيراعظم فوميو کيشيدا وينا وه دشينزو ايبى حالت نازک دى  خو هغه هيله لري چې  ژوند به يې بچ شي.

 فوکيو کيشيدا دپېښې وروستو خپل انتخابي مهم په نيمه کې پريښودى او پلازمينې ټوکيو ته رسيدلى  چرته چې دميډيا استازو سره دخبرو په مهال هغه  په شينزو ايبى ترسره شوى بريد وحشيانه ګرځولى او ويلي يې دي  په پخواني وزيراعظم بريد نه بښونکى جرم دى.

شينزو ايبى دجاپان په تاريخ کې ترټولو داوږدې مودې پورې  دوزيراعظمۍ په چوکۍ پاتې شوى  سياستمدار دى،  هغه په لمړي ځل په کال 2006م کې  دوزيراعظمۍ چوکۍ سمبال کړې وه او يو کال پورې په دغه چوکۍ پاتې شوى و دکوم وروستو چې هغه 2012م څخه 2020م پورې په دې چوکۍ پاتې شويدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button