افغانستانمهم خبرونهنړۍ

په افغانستان کې سېلابونو 29 کسان وژلي،راپور

  د افغانستان  په زابل، قندهار، پکتيا، لوګر، نورستان او لغمان ولايتونو کې د سېلابونو  له امله 29 کسان  مړه شويدي، دغو سيلابونو زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې او باغونه  هم ويجاړ شوي او سلګونه څاروي يې  له منځه  وړيدي.

 دافغانستان دپژواک خبري ادارې دراپور له مخې د سېلابونو راوتلو له امله تر ټولو ډېر کسان په زابل کې مړه شوي دي.

د  زابل ولايت د روغتيا رييس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه په مرکز کلات او ولسواليو کې سخت اورښتونه وشول چې له امله يې سېلابونه راووتل.

  دده وينا ده  يوازې د دايچوپان ولسوالۍ په دوزي کلي کې سېلاب د يوې کورنۍ ۷ غړي وړي او مړه کړي دي.

  ده ويلي  پاتې ۱۳ کسان د دغه ولايت د شملزو، سيوري، شينکۍ، اټغر او خاک افغان ولسواليو په بېلابېلو کليو کې د سېلابونو راوتلو له امله مړه شوي دي.  ده وويل په مړو شوو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

همدغه شان په زابل کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس ملا رضامحمد خالد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مرکز کلات، شملزو، سيوري، اټغر او دايچوپان ولسواليو کې د توپان، اورښت او سېلابونو له امله د ۱۲۸۰ هکتاره کرنيزو ځمکو او باغونو ترڅنګ ۳۱۰ کورونه ويجاړ شوي او ۱۰۰ څاروي مړه شوي دي.

دى وايي، د اوښتو زيانونو په اړه يې سروې روانه ده او لا هم د شمېرو پر راټولولو بوخت دي.

د راز محمد په نوم د زابل د شملزو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې توپان، اورښت او سېلابونو يې د بشپړ کال خواري په اوبو لاهو کړې او ټول کرنيز حاصلات يې له منځه لاړل.

دى له حکومت او مرستندويه ادارو د مرستې غوښتنه کوي.

بلخوا، د کندهار په معروف ولسوالۍ کې هم سېلابونو ۳ کسان مړه کړي دي.

 اخوا په  په پکتيا کې د ورستيو ورښتونو له امله د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د پکتيا له پېښو سره د مبارزې رييس نثار احمد نجات وويل، ورستيو ورښتونو د دغه ولايت مرکز ګردېز، احمدابا، سيدکرم، زرمت او جاني‌خېلو ولسوالۍ کرنيزو ځمکو ته زيانونه اړولي او د استوګنې کورونه يې زيانمن کړي دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: «کوم لومړني معلومات چې دوي ته رسېدلي دغو ورښتونو درې کسان وژلي او درې نورې يې ټپيان کړي دي او همدا ډول يې د استوګنې ۱۸۰ کورنه زيانمن کړي دي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button