پاکستانمهم خبرونه

مردان کې دپوليسو په چوکۍ کې چاودنه،يو پوليس عسکر شهيد،4 کسان ژوبل

مردان،بخت محمد يوسفزئي

 مردان کې دپوليسو په يوه چوکې ديو ايي اي ډي   له امله يو پوليس عسکر شهيد او څلور نور ژوبل شويدي.

  دسرچينو وينا ده چې دغه چاودنه دمردان په چمتار پوليس چوکۍ کې ترسره شوې ده دکوم وروستو چې سيمې ته دريسکيون 1122 امدادي کارکوونکي رسيدلي او امدادي هلې ځلې يې پيل کړيدي، دچاودنې وروستو ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره دمردان ميډيکل کمپليکس  ته رسول شويدي چرته چې دهغوي  علاج روان دى.

 دمردان ډي ايي جي ياسين فاروق  په دې چاودنه کې ديو پوليس اهلکار دوژل کيدو او دوؤ دژوبل کيدو پخلے کړے اؤ وئيلي يې دي دغه يوه ايي اي ډي چاودنه وه چې نور تحقيقات په دې اړه روان دي.

دعيني شاهدانو وينا ده  دپېښې وروستو سيمه ييزو خلکو ژوبل شوي عسکر په کټونو کې  روغتون ته رسولي دي

 دسرچينو  وينا ده په چاودنه کې دشهيد شوي  پوليس عسکر پيژندګلو  د35 کلن حوالدار مقصود په نوم شوې ده او څلور کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې دوه پوليس عسکر او دوه  ولسي وګړي شامل دي.

په چاودنه کې  ژوبل شوو کې اى ايس ايي سهيل، سپاهي کريم، ولسي وګړي محمد اسحاق او يو بل اولسي وګړى حلال شامل دي.

 دچاودنې له امل دپوليسو چوکۍ ته هم زيان رسيدلى دى.

ناتايده راپورونه وايي دغه چاودنه  په چمتار چوکۍ کې هاغه مهال وشوه کله چې ورته يو ګاډى ورداخل شو خو دا نه ده په ډاګه چې دغه ګاډى دپوليسو و او که کوم عام ګاډى؟

 دپوليسو وينا ده چې دچاودنې وروستو يې  دپلټنو عمل پيل او په سيمه کې دلټونې عمليات دوامداره دي.

بلخوا دخېبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان  مردان کې په چمتار پوليس چوکۍ  دلاسي بم دچاودنې  غندنه کړې ده  او لوړپوړو پوليس چارواکو ته يې دپېښې دپلټنو او رپورټ وړاندې کولو امر کړيدى.

 وزيراعلي  دې لړ کې پخپل يو جاري کړي بيان کې  په بريد کې دککړو عناصرو په سملاسي توګه دنيولو  امر کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button