دبرتانيې وزيراعظم بورس جانسن مستعفي شو
دبرتانيې وزيراعظم بوريس جانسن دبيلا بيلو سکينډلو له امله په هيواد کې دسياسي کړکيچ دشدت خپلولو وروستو دکنزرويټيو ګوند دمشرتابه او وزيراعظمۍ له چوکۍ څخه دمستعفي کيدو اعلان کړ او ويلي دي دنوي وزيراعظم تر ټاکنې به پورې به خپل کار دوامداره ساتي
په لندن کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال بوري جانسن له خپلې چوکۍ څخه دمستعفي کيدو پخلى کړى او ويلي يې دي دنوي مشر دټاکنې عمل بايد اوس پيل شي
بوريس جانسن وويل دا په ډاګه ده چې د کنزرويټيو ګوند پارلماني ګوند ته به اوس نوې مشر ټاکل وي ترڅو دنوي وزيراعظم ټاکنه هم ترسره شي
هغه وويل نوې کابينه يې جوړه کړې ترڅو دنوي وزيراعظم تر ټاکنې خپل کار دوامداره وساتلى شي.
بوريس جانسن خواوشا درې کاله دمخه واک ته رسيدلى وى او هغه ژمنه کړې وه چې دبرتانيې اروپايي اتحاديې څخه بيلتون او د2016م دبريګزټ ريفرنډم وروستو له جګړې څخه به ورته نجات ورکوي.