مهم خبرونه

بلاول او بلنکن دطالبانو حکومت سره په دوامداره تعامل غږيدلي

 دبهرنيو چارو وزير  بلاول بوټو زرداري   دخپل امريکايي  سيال  انټوني بلنکن سره  ټيليفوني رابطه کړې او  ورسره يې په افغانستان کې  دروان بشري کړکيچ دهواري لپاره  دطالبانو د موقتي حکومت سره  ددوامداره  تعامل  په ضرورت خبرې اترې کړيدي.

 دټيليفوني رابطې په مهال دواړو مشرانو  په بيلا بيلو څانګو کې  دښکيلتياوؤ په پراختيا داسلام اباد او واشنګټن ترمينځ  ددوه اړخيزه اړيکو دنور مضبوطولو عزم هم تکرار کړيدى

 دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري دپاکستان او امريکا ترمينځ  75 کلنو اړيکو  ته په اشارې کولو سره  په دې خبره ټينګار کړى چې  دواړه خواې  بايد د ولس څخه تر ولس او تجارتي اړيکې لا پراخې کړي.

بلاول بهټو ويلي دي دسفارتي اړيکو په 75 کلونو بشپړيدو دتجارت، توانايۍ، صحت، سلامتۍ او اقتصادي پرمختګ په څانګو کې دمرستې په غځولو اتفاق شويدى

له دې وړاندې په 18مه مې دبهرنيو چارو وزير  بلاول بوټو زرداري  دنيويارک دخپل سفر په مهال  دحکومتي  دورې په مهال دامريکا دبهرنيو چارو وزير انټوني بلنکن سره  ليدنه کړې وه.

دامريکا دبهرنيو چارو وزير  په دغه مهال ويلي  وو هغوي دامريکا او پاکستان ترمينځ اقتصادي او تجارتي اړيکو مضبوطولو ته پام ګرځول غواړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button