پاکستانقبائلمهم خبرونه

خېبر کې دپوليو په ډله بريدکې درې عسکر ژوبل ،شمالي وزيرستان کې وسله والو يو تن وژلى

دخېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع خېبر کې دپوليو په يوه ډله دوسله والو په بريد کې درې پوليس عسکر ژوبل شويدي او په شمالي وزيرستان کې په يوه هدفي وژنه کې  په موټرسايکل سورو وسله والو يو تن وژلى دى.

 دسرچينو وينا ده چې دخېبرضلعې لرې پرتې باړه تحصيل په اکاخيل ماترى سيمه کې دپوليو په ډله وسله والو کسانو ډزې کړيدي.

دسرچينو وينا ده په بريد کې ژوبل شوي درې عسکر دعلاج لپاره روغتون ته وړل شويدي، په کومه سيمه کې چې په پوليسو وسله والو بريد کړى هلته  دويکسينو څخه پاتې شوو  ماشومانو ته بيا قطرې اچول کيدې.

 په بريد کې ژوبل شوو عسکرو کې عبدالله ذخه خيل، فضل قدير شلوبر او بحمين خان شامل دي.

 دا په داسې حال کې ده چې  تيره اوونۍ هم په شمالي وزيرستان کې وسله والو دپوليو په يوه ډله بريد کړى و چې پکې دوه پوليس عسکر او ديو دپوليو کارکوونکى وژل شوى و.

بل اړخ ته  سرچينو وحدت ته ويلي  دقبايلي سيمې شمالي وزيرستان ميرعلي کې  په موټرسايکل سورو وسله والو  دهدفي وژنې په يوه پېښه کې  دبړوخيل اوسيدونکى   صفت الله  د  شاهنواز خان ځوې وژلى دى.

 دپوليسو وينا ده چې  دپېښې رپورټ يې درج کړيدى او په دې اړه يې پلټنې پيل کړيدي.

په دې وروستيو کې دخېبرپښتونخوا په قبايلي سيمو شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان  خېبر، ډيره اسماعيل خان بنو او نورو  سيمو کې  دتشدد په پېښو کې په داسې حال کې اضافه راغلې ده چې دپاکستان حکومت   دافغانستان په پلازمېنه کابل کې  دناچله ډلې ټي ټي پي سره مذاکرات پيل کړيدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button